پنجشنبه , فبروري 25 2021
کور / اسلاميات / د روژې میاشتې ثوابونه او برکتونه!

د روژې میاشتې ثوابونه او برکتونه!

ابوهُرَيرَه رضي الله عنه وايي چې، رسول اللهﷺ وفرمايل:
-پدې مياشت کې (د الله تعالی د رحمتونو د نازلېدلو لپاره) د آسمانونو دروازې خلاصېږي او د جهنم دروازې بندېږي او سرکشه شيطانان پکې په زنځيرونو تړل کېږي.
(نسائي)

عُباده بن صامت رضي الله عنه فرمايي چې، رسول اللهﷺ وفرمايل:
-دا د برکت مياشت ده، پدې مياشت کې اللهﷻ ګناهونه بخښي، الله تعالی ستاسو د خير سياليو ته ګوري او د ملايکو مخکې په تاسو باندې فخر کوي؛ نو الله تعالی ته ښه کارونه وړاندې کړئ؛ ځکه چې هغه څوک بدبخته دی چې، پدې مياشت کې د الله تعالی له رحمت (پېرزوينو) څخه بې برخې پاتې شي.
(الطبراني)

له ح‍ذيفه رضي الله عنه څخه روايت دی چې، رسول اللهﷺ فرمايلي:
-څوک چې يوه ورځ هم د اللهﷻ د رضا لپاره (فرض يا نفل) روژه ونيسي، بيا له ایمان سره مړ شي؛ نو جنت ته به ځي. (مسند احمد)

له جابر بن عبد الله رضي الله عنه څخه روايت دی چې، رسول اللهﷺ وفرمايل چې، کله د روژې د مياشتې آخري شپه شي؛ نو ټولو ته به بخښنه وشي.
(البيهقي في شعب الإيمان)

د تراويح ثواب:
له عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنه څخه روايت دی چې، رسول اللهﷺ وفرمايل:
-څوک چې د رمضان په مياشت کې د شپې قيام (تراويح) په ايمان او د ثواب په نيت سره وکړي؛ نو له ګناهونو څخه به داسې پاک شي لکه؛ په کومه ورځ چې له خپلې مور څخه پيدا شوی وو.
(النسائي)

د روژې مياشت کې د نفلونو ثواب:
له ابوسعيد الخُدرِي رضي الله عنه څخه روايت دی چې، رسول اللهﷺ وفرمايل:
-کوم مؤمن چې د روژې د مياشتې په کومه شپه کې لمونځ کوي؛ نو د الله تعالی له لوري به په هره سجده باندې يو زر او پنځه سوه (۱۵۰۰) نېکۍ ورکول کېږي او په جنت کې به يو کور ورته جوړېږي، دا کور به له يوې سرې ملغلرې څخه جوړ وي، (دومره لوی) چې، شپېته زره دروازې به لري، ددې هره دروازه به يوه د سرو زرو ماڼۍ (قصر) لري، دا قصر به په يوه سره ملغلره باندې ښايسته شوی وي.
کله چې څوک د رمضان اوله روژه ونيسي؛ نو ټول مخکني ګناهونه او هم هغه چې، تر بل رمضانه پورې يې کوي، وبخښل شي او په هره سجده باندې، هغه د ورځې وي او که د شپې، په جنت کې دومره يوه لويه ونه ورته کېښودل کېږي چې، په آس سپور سړی به يې په سیوري کې پنځه سوه کاله مزل کوي.
(البيهقي في شُعَب الإيمان)

له سلمان رضي الله عنه څخه روايت دی چې، رسول اللهﷺ وفرمايل:
-څوک چې پدې مياشت کې يو نيک کار وکړي (لکه نفلونه او نور…) دومره ثواب لري لکه؛ فرض يې چې کړي وي او څوک چې فرض پکې وکړي، هغه دومره ثواب لري لکه اویا ۷۰ وارې يې چې کړي وي، ( يعنې نفل يې د فرضو ثواب لري او فرض يې د اويا فرضونو).
(صحيح ابن خُزيمة)

فائده:
بايد مسلمان په روژه کې نفلونه ډېر وکړي، همداسې که يو چا زکات نه وي ورکړی؛ نو د رمضان په مياشت کې دې ورکړي؛ ځکه چې د زکات ثواب به ورته په اويا چنده ورکول کېږي چې، دا د سعادت خبره ده.

د روژه ماتي ثواب:
رسول اللهﷺ په همدې پورتني حديث شریف کې فرمايي:
-څوک چې کوم روژه نيوونکي ته روژه ماتی ورکړي، په بدل کې به يې دده ګناهونه وبخښل شي، او د جهنم له اُور څخه به خلاص شي، او ده ته به هم اللهﷻ د روژه نيوونکي هومره ثواب ورکړي، بغیر له دې چې، د روژه نيوونکي ثواب کم شي، دا ثواب اللهﷻ هر هغه کس ته ورکوي چې، کوم مسلمان ته د روژه ماتي لپاره يوه خورما، يا يو غوړپ اوبه، يا د شودو شربت ورکړي (يعنې د روژه ماتي دا پورتنی ثواب په لږ او ډېر روژه ماتي باندې ورکول کېږي).

او رسول اللهﷺ فرمايي:
-او څوک چې کوم روژه نيوونکي ته دومره روژه ماتی ورکړي چې، هغه ښه موړ شي؛ نو اللهﷻ به (په محشر کې) هغه ته زما له حوض څخه اوبه ورکړي چې، بيا به تر څو چې جنت ته داخلېږي تږی نشي.
(صحيح ابن خُزيمة)

له خپل مزدور سره دښېګڼې ثواب:
په همدې حديث شریف کې وړاندې فرمايي:
-څوک چې پدې مياشت کې د خپل خادم (مزدور، غلام) کار سپک کړي؛ نو اللهﷻ به دې کس ته (چې له مزدور سره يې دا ښېګڼه وکړه) ګناهونه وبخښي.
(صحيح ابن خُزيمة)

ذکر او استغفار:
رسول اللهﷺ په همدې حدیث شریف کې فرمایلي:
پدې مياشت کې څلور کارونه زيات کوئ:
اول: د لاإله إلا اللهُ ذكر كول.
دوهم: أَستَغْفِرُ الله ويل.
درېم: دا چې له اللهﷻ څخه جنت غواړئ.
څلورم: له جهنم څخه پنا غواړئ.
(صحيح ابن خُزيمة)

د روژه ماتي د وخت دُعا:
له ابوهُريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې، رسول اللهﷺ وفرمايل:
=درې کسان دي چې، دُعا يې نه رد کېږي (قبلېږي) روژه نيوونکی، تر څو چې روژه ماتوي، عادل بادشا، او مظلوم.
(ابن ماجه)

د روژه ماتي دُعا:
اَللّهُمَّ إنِّيْ لَکَ صُمْتُ و بِکَ آمَنْتُ و عَلَيْکَ تَوَکَّلْتُ و عَلی رِزْقِکَ اَفْطَرْتُ. (دا خو مشهوره دعا ده).

په روژه ماتي کې تلوار کول:
بايد په روژه ماتي کې تلوار وشي چې، په سيمه کې زمونږ د مذهب د يوه مسجد اذان وشي بايد چې، ټول مسلمانان روژه پرې ماته کړي؛ ځکه چې په روژه ماتي کې تلوار کول د خير سبب دی.
له ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې، رسول اللهﷺ وفرمايل:
-الله فرمايي:
-زما په بندګانو ماته تر ټوله خوښ بندګان هغه دي چې، (د وخت له پوره کېدو سره سم) ژر تر ژره روژه ماتی کوي. (ترمذي)

له سهل بن سعد رضي الله عنه څخه روايت دی چې، رسول اللهﷺ وفرمايل:
-خلک به تر هغه پورې په خير وي، تر څو چې هغوی (د وخت له پوره کېدو سره سم) په روژه ماتي کې تلوار کوي. (بخاري)

د پېشلمي ثواب:
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دی چې، رسول اللهﷺ وفرمايل:
-پېشلمی کوئ؛ ځکه چې په پېشلمي کې برکت دی.
(بخاري او مسلم)

د پېشلمي وخت:
ددې لپاره مناسب دا ده چې، د شپې په آخري برخه کې وي، په داسې ترتیب چې، د آذان تر وخته پورې ختم شي، چې بيا جماعت ته په آسانۍ سره ورسېږي.
ډېر خلک داسې کوي چې، نيمه شپه يا له آذان څخه ډېر مخکې را پورته شي چې، بيا پېشلمی ختم شي؛ نو آذان ته لا وخت وي، بيا نو ويده شي او د سهار لمونځ قضا کړي، يا يې بغیر له جمعې څخه اداء کړي چې، دواړه تاوان دی، په کليو کې اکثره داسې کېږي، په مسجدونو کې د سهار په لمانځه کې يو څو کسان په امام پسې ولاړ وي، چې د افسوس خبره ده.

د سوال او توبې قبلېدل:
عبد الله بن مسعود رضي الله عنه له رسول اللهﷺ څخه روايت کوي چې:
-د رمضان د مياشتې په هره شپه کې تر سهاره پورې د اللهﷻ له لوري يو څوک آواز کوي چې، آيا څوک شته چې، د ګناهونه بخښنه غواړي چې، ورته وبخښل شي؟ آيا کوم توبه کوونکی شته چې، مونږ يې توبه قبوله کړو؟ آيا څوک شته چې، کومه دُعا کوي چې، مونږ يې ورته قبوله کړو؟ آيا څوک شته چې، کوم سوال کوي چې، مونږ يې ضرورت ورته پوره کړو؟
(البيهقي شُعبُ الإيمان)

بدبختان:
رسول اللهﷺ فرمايلي:
-جبرئيل’ع’ ماته راغی او دا خبره يې راته وړاندې کړه چې، هلاک دې وي هغه سړی څوک چې، د روژې مياشت تېره شي او دده بخښنه ونه شي. ما ويل: آمين.
(المستدرک للحاکم)

له ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دی چې، له رسول اللهﷺ څخه يې اورېدلي چې، فرمايل يې:
(د ليلة القدر په شپه الله ټول مسلمانان بخښي) يواځې څلور کسان (نه بخښي) (اول) هغه سړی چې، شراب څښي (دوهم) د مور او پلار له لوري عاق شوی، (درېم) او هغه چې، له خپلوانو سره يې دوستي قطع کړې وي، (څلورم) او بل مُشاحِنْ، مونږ پوښتنه وکړه چې، مشاحن څوک دی؟ هغه وفرمايل:
-هغه څوک چې له مسلمانانو څخه بېل شوی وي، (يا د مسلمانانو وينې تويوي).
(البيهقي في شعب الإيمان)

يو څو نور بدبختان:
له ابو هُرَيْرَهْ رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول اللهﷺ وفرمايل:
-ډېر روژه نيوونکي داسې دي چې، هغوی ته له خپلې روژې څخه بغیر له لوږې څخه، نور هېڅ هم لاس ته نه ورځي او ډېر د شپې لمونځ کوونکي داسې دي چې، هغوی ته بغیر له “بې خوابۍ” څخه نور هېڅه هم په لاس نه ورځي.
(ابن ماجه او نسائي)

فائده:
د دې حديث په تشريح کې څو اقوال دي:
اول: عالمان فرمايي: له دې حديث شریف څخه هغه شخص مُراد دی چې، ټوله ورځ روژه وي؛ خو روژه ماتی په حرامو وکړي.
دوهم: هغه شخص مُراد دی چې، روژه نيسي؛ خو په غيبت کې هم اخته وي.
دريم: هغه شخص چې، د روژې په حالت کې له نورو ګناهونو څخه ځان نه ساتي.
(فضائل رمضان للشيخ زکريا رحمه الله تعالی)

د ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړئ!

یوه غوښتنه:
-که پورتنۍ لیکنه مو پوره لوستلې وي؛ نو لطفاً په کمنټ کې دومره ولیکئ چې، پوره ولوستل شوه.

یادونه:
که غواړۍ نور په زړه پورې اسلامي معلومات او ښایسته پند لرونکې کیسې ولولئ؛ نو (ټرایبل نیوز) فسبوک پاڼه لایک (خوښه) کړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *