دوشنبه , جنوري 18 2021
کور / خبرونه / د سعودي پاچا او وليعهد د خاشقجي زوی ته د تعزیت لپاره ورغلی

د سعودي پاچا او وليعهد د خاشقجي زوی ته د تعزیت لپاره ورغلی

د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز او ولي عهد محمد بن سلمان د سعودي په قونسلګرۍ کې د وژل شوي خبريال جمال خاشقجي زوی سره ټيليفوني اړيکه نيولې او د هغه د پلار د وژل کېدو په اړه يې ورته تعزيت ویلی دی.

د سعودي رسمي خبري اژانس «واس» د شاهي ماڼۍ د مطبوعاتي مسؤولينو له قوله ليکلي، چې پاچا سلمان بن عبدالعزيز او زوی يې ولي عهد محمد بن سلمان د خاشقجي له زوی صلاح سره اړيکه نيولې ده او دواړو ورسره د هغه د پلار په وژل کېدو تعزيت کړی دی.

سعودي رسنۍ وايي، چې دواړو د خاشقجي له زوی سره د خبرو پر مهال خپله خواشيني او غمرازي ښکاره کړې.

د يادونه وړ ده، چې جمال خاشقجي د اکتوبر په دوهمه د ترکيې په استنبول ښار کې د سعودي قونسلګرۍ ته تللی و او د راپورونو له مخې په هماغه ورځ هلته د مختصصې وژونکې ډلې له لوري وژل شوی و، خو سعودي چارواکو يې له وژلو انکاري وو او بالاخره يې د اکتوبر په ۱۹مه ومنله، چې خاشقجي د سعودي قونسلګرۍ کې د فزيکي شخړې پر مهال وژل شوی او په دې اړه ولي عهد محمد سلمان ته د ملامتيا ګوتې نيول بې ځايه بللي دي.

د سعودي لویې څارنوالۍ او همدارنګه د بهرنيو چارو وزير عادل الجبیر د خاشقجي وژنه د استخباراتي چارواکو خپلسري عمليات بللي او هغه تورونه يې رد کړي، چې ګواکې خاشقجي د محمد بن سلمان په مستقيما امر وژل شوی دی.

ترکي او عربي رسنۍ د ترکي چارواکو له خولې وايي، د جنايي څېړنو مسؤولين دې پایلې ته رسېدلي، چې خاشقجي د اکتوبر په دوهمه د سعودي په قونسلګرۍ کې په عمدي توګه وژل شوی دی.

د سعودي د انکار سربېره هم امريکا، ترکيې او ګڼ شمېر نورو دولتونو د خاشقجي د قضيې په اړه د سعودي څېړنيز راپور درواغ بللی او غوښتنه يې کړې، چې سعودي دې په اړه رښتيني معلومات له نړيوالو سره شريک کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: