
د سوريې پوځي سرچينو ويلي، چې د امريکا هغو بريدونو چې له يوه ساعت د لږ وخت لپاره روان وو، شاوخوا ۱۰ سيمې يې په نښه کړې چې ډېری يې په دمشق او شاوخوا سيمو کې وې او د حمص په ګډون د هېواد په زړه کې په نورو سيمو کې هم شوي.
سوريه کې د آر ټي خبريال څرګنده کړې، چې امريکايي بريدونو لاندې ځمکې په نښه کړي:
د دمشق د جمهوري ساتونکو ۱۰۵مه لوا
دمشق کې د هوايي دفاع اډه – جبل قاسيون
دمشق کې د المزة پوځي هوايي ډګر
الضمير پوځي هوايي ډګر
دمشق کې د «برزه» علمي بحثونو مرکز
دمشق ته څېرمه د «جمرايا» علمي څېړنو مرکز
دمشق ته څېرمه د ځانګړو ځواکونو ۴۱مه لوا
د دمشق اړوند ختيځ لور ته د القلمون پوځي مرکزونه
دمشق ته څېرمه «الکسوه» سيمه کې مرکزونه
خبريال وايي، چې بريدونو کې د حماه څنډو کې د علمي څېړنو مرکز هم په نښه شوی، او حمص کې د پوځ ذخيرې تر بريدونو لاندې نيول شوي.
د سوريې چارواکي وايي، چې له دې امله چې روسيې وړاندې پر دغو سيمو د بريدونو خبرداری ورکړی و، دا سيمې خالي شوې وې چې کوم ځاني زيان يې نه دی اړولی، دغه راز د بريدونو پر مهال نږدې ۳۰ توغندي ورول شوي چې دريمه برخه يې خنثا کړل شوي دی.