یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / د سوري پوځ د دغه هېواد غوطه ښار د خلکو لپاره او ګرزولي دي

د سوري پوځ د دغه هېواد غوطه ښار د خلکو لپاره او ګرزولي دي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرس وايي، د سوري پوځ او ملاتړو بريدونو يې دغه هېواد په ځانګړې توګه غوطه سيمه د ملکيانو لپاره په دوزخ بدله کړې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر دې وړاندې په دغه سيمه کې د اوربند غوښتنه هم کړې وه، خو اوس هم هلته هوايي او ځمکني بريدونه دوام لري.

د روسيې جمهور رئيس ويلاديمير پوتين امر کړی، چې د سې شنبې په ورځ دې يوه لنډمهاله دمه رامنځته شي، ترڅو ملکي وګړي وکولای شي ختيځه غوطه پرېږدي.

د سوريې د بشري حقونو د برېتانيا مېشتې ډلې د راپور له مخې، د تېرو اتو ورځو په جريان کې په هغه بمبار کې، چې د وسله والو تر کنټرول لاندې سيمه کې وشو، ۵۵۰ تنه وژل شوي دي.

د يادولو ده، چې دا په تېرو اوو کلونو کې تر ټولو سخت او خونړي بريدونه بلل شوي دي.

سوري دولتي چارواکي ظاهر حاجو رويټرز خبري اژانس ته ويلي، په وروستيو څلورو ورځو کې دمشق ته نېږدې پرتو سيمو کې د مخالفو وسله والو په ډزو ۳۶ تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرس په بېړني ډول د امنیت شورا د هغه پرېکړه لیک د پلي کېدو غوښتنه کړې، چې په كې په سوريه کې پر يو مياشتيني اوربند ټينګار شوی دى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *