چهارشنبه , مې 12 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / د سوریې پر هوايي ډګرونو توغندیز بریدونه شوي دي

د سوریې پر هوايي ډګرونو توغندیز بریدونه شوي دي

د سوریي حکومتي رسنۍ وايي، د دغه هېواد پر یوه هوايي ډګر توغندیز برید شوی دی. دا رسنۍ وایي، په برید کې مرګ ژوبله اوښتې او د دغه هېواد دافع هوا فعاله شوې ده. د پېښې پوره راپور لا نشته او نه هم دا راپور تایید شوی دی. د سوریې دولتي تلوېزیون د حمص ښار په تي څلور هوايي اډه کې د درنو چاودنو د غږونو اورېدل کېدو خبرونه خپاره کړي دي. سانا خبري اژانس هم وايي، چې پر تیفور هوايي ډګر هم څو توغندي غورځېدلي دي. دا برید له هغه وروسته دی چې تيره ورځ د سوریې دوما ښار کې- چې د مخالفانو ولکه کې دی- د کیمیايي برید خبر خپور شو. امریکا د دغه برید مسوولیت د سوریې پر حکومت واچاوه. دغه برید ته پراخ نړیوال غبرګون وښودل شول.

2 تبصرې

  1. ivermectin 5ml – stromectol tab 3mg buy stromectol online

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *