پنجشنبه , دسمبر 3 2020
کور / خبرونه / د سولې تر نامه لاندې د وهشت لړې،قرباني ورکونکي يي د دینې زده کړو ځلانده ستوري

د سولې تر نامه لاندې د وهشت لړې،قرباني ورکونکي يي د دینې زده کړو ځلانده ستوري

د افغان ځواکونو الوتکو د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ په دفتاڼۍ سیمه کې د “هاشمیه” په نامه پر یوې دیني مدرسې برید کړی چې لسګونه کسان پکې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. امنیتي چارواکي وايي چې برید پر طالبانو شوی او ګڼ طالب مشران پکې وژل شوي، خو د سیمې خلک او خپاره شوي تصویرونه بیا بل څه وايي. سیمه ییز خلک وايي چې برید د دستار تړلو پر غونډه شوی دی. دغه راز خپاره شوي تصویرونه هم ښيي چې هلته لویه غونډه وه، نه هغه څه چې چارواکي یې پوځي تمرینات ګڼي.

پرون ځینو چارواکو هڅه وکړه چې دا برید توجیه کړي او یا یې هم حقیقت بل ډول وښيي، خو د ټکنالوژۍ او معلوماتو په دې دور کې د داسې لویو جنایتونو پټول سخت دي. که په برید کې طالبان رښتیا هم وژل شوي وي، بیا هم د څو طالبانو لپاره پر جومات، مدرسه او یا هم د خلکو پر غونډه دغه ډول برید له وحشت او له ولس سره له دښمنۍ پرته بله هېڅ مانا نه لري.تر دې وړاندې په فراه کې هم پر دیني مدرسه هوايي برید شوی و چې پکې بې ګناه افغانان وژل شوي وو. دغه راز څو ورځې وړاندې په وردګو، ننګرهار او کونړ کې هم په هوايي بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي وو.

د وحشت دا نوې څپه په داسې وخت کې را پورته کېږي چې افغان حکومت وسله والو طالبانو ته د سولې وړاندیز کړی او هغوی له دې امله ملامتوي چې دغه وړاندیز ته یې ځواب نه دی ویلی. د سولې په دې شور او زوږ کې یو نوی وحشت روان دی. نوي امریکايي ځواکونه راغلي، هوايي بریدونه، چاپې او شپني عملیات زیات شوي او ښکاري چې ټوله تیاري د جګړې د شدت لپاره نیول شوې ده. پر جومات، مدرسه او یا بل دیني او ولسي ځای برید وحشت دی او په هېڅ ډول نه توجیه کېږي. دا کار یوازې د وحشت خپرولو لپاره کېږي او ټوله هڅه دا ده چې ولس څه ډول نور هم د جګړې اور ته ور ټېل وهل شي.

د وحشت دا پېښې چې د جګړې له هر لوري دي، په ډاګه کوي چې د سولې هېڅ رښتینې هڅه نه شته، بلکې ټول تمرکز پر جګړه او وحشت دی. له هر وحشت وروسته دا اړتیا زیاتېږي چې ولس باید ودریږي، ځکه ښکېل لوري د سولې لپاره هېڅ اراده او پلان نه لري. اړتیا ده چې ولس یو سراسري خوځښت وکړي او پر ټولو لورو واقعي فشار راولي چې نور دا وحشت ودروي. که خبره له فشاره ووتله، پکار ده د جګړې لوري وګواښل شي او ولس یې پر وړاندې د هر ډول ځواک د کارولو پلان او پروګرام ولري. همدا یوه لاره ده. له دې پرته له ټولو لورو په عمل کې د وحشت او وژنو پیغامونه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: