شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د سولې په تړاو د اسلام اباد، او کابل علماؤ ګډ کنفرانس جوړیږي

د سولې په تړاو د اسلام اباد، او کابل علماؤ ګډ کنفرانس جوړیږي

ټاکل شوې چې د افغانستان او پاکستان دیني علما د سولې په اړه یو کنفرانس جوړ کړي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د افغانستان د سولې عالي شورا سید احسان طاهري ویلي، په نږدې راتلونکې کې به په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان ددیني علماوو یو کنفرانس جوړ شي. دده په خبره ټاکل شوې چې په دغه غونډه کې د افغانستان د جګړې او له طالبانو سره د سولې په اړه بحث وشي. د طاهري په وینا په غونډه کې به دیني علما هڅه وکړي چې طالبان له افغان حکومت سره سولې او له جګړو لاس اخیستلو ته تشویق کړي. هغه زیاته کړې چې په همدې دوام به په کابل کې هم تر اسلام اباد وروسته غونډه جوړه شي او په دې غونډه کې به د دواړو هېوادونو نږدې ۱۰۰ دیني علما ګډون وکړي. طاهري د غونډې کره نېټه نه ده په ګوته کړې. د پاکستان افغانستان ددیني علماوو د کنفرانس له جوړېدو داسې مهال خبر ورکول کېږي چې څه موده وړاندې په اندونیزیا کې هم ددرېیو هېوادو د دیني علماوو غونډه جوړه شوې وه. د یادې غونډې پرېکړو او څرګندونو پر افغان جګړه یا سوله ښکاره اغېز نه دی کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: