پنجشنبه , فبروري 25 2021
کور / خبرونه / د شمالي وزیرستان په بمې چاودنه کې ۱۵پاکستاني پوځیان وژل شوي دي

د شمالي وزیرستان په بمې چاودنه کې ۱۵پاکستاني پوځیان وژل شوي دي

شمالي وزیرستان په میر علي خاجوړي سیمه کې نن د پاکستاني ځواکونو په موټر بمې چاودنه شوې ده چې په ترڅ کې نهه پوځیان مرګونې ټپي شوي دي او ۱۵ نور مړه دي.

یاده چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې په دغه سیمه کې د امنیتي ځواکونو موټر د تیریدو په حال کې وو چې د مخکې نه ځاي پر ځای شوی چادیدونکو موادو ور برابر شو .

په ژوبل شوو پوځیانو کې حولدار اظهر حسين طورې، نائيک شرافت علې طورې، نائيک عرفان علې، نائيک محمد آمين کنډې، لانس نائيک هدايت آفريدې لانس نائيک خورشيد علي طورې، سپاهي فضل الدين او سپاهي وسيم اکبر شامل دې۔

د یاد برید مسئولیت په سیمه کې فعاله تندروه ډلې حزب الاحرار ویاند په یو رالیږل شوي بریښنا لیک اخستي او دعوه کوي چې په یاده چاودنه کې یي ۱۵امنیتي ځواکونه وژلې او نهه نور یي ژوبل کړي دي

د یاد ونې وړ ده چې په تیره اونې کې هم په شمالې وزیرستان کې په امنیتي ځواکونو یوه خونړۍ برید تر سره شوی وو چې په ترڅ کې ګڼ شمیر پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه چې مسؤلیت یی په سیمه کې نوی جوړ شوې ترهګرې ډلې حزب الاحرار ویاند ډاکټر عزیزـیوسفزي اخستې وه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *