چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / د شمالي وزیرستان پښتانه نور د پاکستان ظلمونه نشي زغملي

د شمالي وزیرستان پښتانه نور د پاکستان ظلمونه نشي زغملي

د پاکستان قبایلي سیمې شمالي وزیرستان میرعلي کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په غونډه کې ځايي مشرانو ويلي د پاکستان ریاست دې پښتنو ته خپل حقونه او ازادي ورکړي او نور دې نه مجبوروي چې د ریاست پرضد راپاسي.

د جمعې په ورځ (تیره ورځ) د شمالي وزیرستان په میرعلي کې راغونډو قبایلو ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین ویلي تر اوسه پورې يې د پېنځو زرو نه سېوا بې درکه پښتنو معلومات راغونډ کړي او حکومت نه يې غوښتلي دغه بې درکه کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړي.

په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو وروستو په دغه سیمه کې په لومړي ځل په دومره لوې شمیر کې راغونډ قبایلو د ګڼو داسې ځوانانو او مشرانو عکسونه هم نیولي وو چې د تیرو څو کلونو راهسې بې درکه دي او خپل خپلوان يې هیڅ معلومات نه لري.

غونډه کې ګډون کونکي یو تن سیدالله وي او ای ډیوه ته د خپل ځوي نسیدالله د بې درکۍ قیصې په مهال ویلي: ٫٫ پینځلس کلن ځوی نسید الله څلور کاله وړاندې امنیتي عسکرو په (کجورۍ) چېک پوسته نیولی، تر اوسه يې د مړي ژوندي هیڅ پته نه لږي. مور يې د ځوي په غم د زړه ناروغه شوې.٬٬

د شمالي وزیرستان بې کوره شوو کډوالو د کمېټۍ مشر نثار علي وي او ای ډیوه ته ویلي د دغه اولسي غونډې نه يې ساتلې تمې پوره شوي او زیاتوي په پښتنو کې بیداري راغلی.

نثار علي ویلي:٫٫ پښتانه اوس د ریاست لخوا کیدونکو ظلمونو پوهه شوي دي، د دوي سترګې خلاصې شوي. دوي خپل دښمن پیژندلی او نړۍ ته يې هم په ګوته کړی.٬٬

د دغه سېمې یو ځايي مشر علي وزیر راغونډو خلکو ته ویلي نور به د ریاست لخوا د پښتنو سره کیدونکی ظلم نه زغمي:٫٫ ریاست دې مونږ ته خپل حقونه راکړي، زمونږ ذهني، جسماني او علاقايي ازادي دې ومني. که ریاست دا کار نه شي کولی بیا دې فیصله وکړي چې مونږ (پښتانه) د ځان سره ساتل غواړي که نه مونږ د ریاست نه ځان جدا کړو.٬٬

د شمالي وزیرستان ځايي قبایلو ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین په خپله وینا کې ویلي په اسلام اباد کې د حکومت لخوا شوې ژمنې لا هم نه دي پوره شوي او نه حکومت تر اوسه خپلو ژمنو ته څه پام کړی.

منظور پشتین زیاته کړې تر اوسه پورې دوي ته د پښتنو د بیلا بیلو سیمو نه د پېنځو زرو نه سېوا بې درکه خلکو معلومات راغونډ شوي او نور لا راروان دي.

منظور پشتین د حکومت نه غوښتنه کړې ٫٫ په زور بې درکه شوي پښتانه دې عدالتونو ته وړاندې کړي، او په کومو خلکو چې تورونه ثابت نه شي هغوي دې خوشي کړل شي، په کومو چې د حکومت شک وي د هغو پرضد دې مقدمې وچلول شي.٬٬

په خپلو خبرو کې منظور پشتین خبرداری ورکړی پښتانه د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره راپاڅیدلي او اوس يې څوک هم مخه نه شي نیولی. هغه د پاکستان حکومت نه غوښتنه اوکړه د پښتنو بې درکه کیدل دې ودروي او قبایلي سیمو کې دې مطبوعاتو ته د کار کولو ازادي ورکړل شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: