واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، دغه پلاوی ددې لپاره تللی چې د ټرمپ او کیم د لیدنې لپاره چمتو والی ونیسي.
په سویلي کوریا کې د امریکا پخوانی سفیر د دغې پلاوي او چمتو والي مشري کوي.
چارواکي وايي، دغه پلاوی د امریکا د ملي امنیت شورا له لوري استول شوی دی.
دغه لوړ پوړی پلاوی وروسته له هغې شمالي کوریا ته ځي چې ټرمپ او کیم جونګ اون بیرته د جون د ۱۲مې نیټې لیدنې ته لیوالتیا ښودلې ده.