جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / پاکستان / د طالبانو ستر ملاتړي پاکستاني ملا د طالبانو او امریکا ترمنځ مخامخ خبرې مهمې بللې دي

د طالبانو ستر ملاتړي پاکستاني ملا د طالبانو او امریکا ترمنځ مخامخ خبرې مهمې بللې دي

د طالبانو ستر ملاتړي پاکستاني ملا د طالبانو او امریکا ترمنځ مخامخ خبرې مهمې بللې دي. دغه ملا ویلي که امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي نو دوی یې ملاتړ او هرکلی کوي. ملا سمیع الحق په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په افغانستان کې د جګړې د حل یوازینۍ لار دا ده، چې ښکېلې خواوې پخپلو کې مخامخ خبرې وکړي. دده په خبره په دې مذاکراتو کې باید ډېر تمرکز پر دې وي چې څنګه بهرنی عسکر له افغانستان ووځي. هغه له امریکا غوښتي چې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي او په دې توګه په افغانستان او سیمه کې د ثبات له راتګ سره مرسته وکړي. په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول، چې ټرمپ له طالبانو سره د مخامخ خبرو امر کړی دی، خو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه ډول راپورونه رد کړل. افغان حکومت هم وویل، چې له طالبانو سره افغان حکومت خبرې کوي او بل څوک ددوی استازیتوب نه شي کولی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *