پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / د طالبانو له لوري تښتول شوي کس نوموړو ته دروند ګوزار ورکړ.

د طالبانو له لوري تښتول شوي کس نوموړو ته دروند ګوزار ورکړ.

طالبانو د چار شنبې په ورځ د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ د سیمه ایزو پولیسو قومندان دریاخان ورور اول خان تښتولی وو کو اوس نوموړو ته د درندې مرګ ژوبلې د اړولو نه وروسته په تیښته بریالی شوی دی.

د پکتیکا ولایت د رسنیو د دفتر لخوا پدې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د چارشنبې په ورځ د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکی اول خان چې د یادې ولسوالۍ د سیمه ایزو پولیسو د قوماندان دریاخان ورور دی چې د طالبانو لخوا تښتول شوی وو په یوه تکتیکي حرکت سره یې ۲۵ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله او ځان یې ددوی له منګولو خلاص کړ.
په خبرپاڼه کې د سروبي ولسوالۍ د سیمه ایزو پولیسو قوماندان دریاخان له قوله ویل شوي دي، ورور یې ددوی د ځینو خپلوانو په همکارۍ د سروبي ولسوالۍ د زړې کلا په سیمه کې د وسله والو طالبانو له لوري ونیول شو.
دده په وینا، وسله والو طالبانو غوښتل ورور یې د پکتیکا لپاره د طالبانو تش په نوم والي ته ورولي چې له همدې امله وسله والو په لاره کې د خوشالۍ ډزې کولې.
قوماندان دریاخان زیاتوي، کله چې ګومل ولسوالۍ ته رسېدلي وسله وال طالبان له موټرو ښکته شوې او په خپلو منځونو کې په مشورو بوخت و چې ورور یې له موقع ګټه اخیستي او وسله والو طالبانو ته یې ددوی په خپله سلاح درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
هغه زیاتوي، ورور یې اول خان د وسله والو طالبانو موټر له ځانه سره خپلې سیمې ته رارسولی او ددوی له منګولو سلامت را خلاص شوی دی.
د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې پېښه کې اووه وسله والو طالبان وژل شوې او اتلس نور ټپیان شوې خو شاید د وژل شوو شمېر تر دې هم زیات شي.

طالبانو پدې اړه څه ندي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *