سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / پښتو ادب / (د طالب د تکبیر غږ او ځل د تورو) (لکه تندر او برېښنا خبرې زده کړې)

(د طالب د تکبیر غږ او ځل د تورو) (لکه تندر او برېښنا خبرې زده کړې)

غــــزل
ـــــــــــــ

چې احساس د تمنا خبرې زده کړې
درد له زړه نه د درزا خبرې زده کړې

د خاموشې تروږمۍ په ګونګه غېږ کې
رڼو ستورو د سبا خبرې زده کړې

د طالب د تکبیر غږ او ځل د تورو
لکه تندر او برېښنا خبرې زده کړې

ستا په زلفو کې یو راز د انقلاب وو
ستا له سترګو مې بلا خبرې زده کړې

د تیندک، تیندک ژوندون له فلسفې نه
مونږ د مینې او وفا خبرې زده کړې

نه په هغو لېونو دا دنیا پوی شوه
نه هغو د دې دنیا خبرې زده کړې

هغوی هم راته په خوله د چپ شه لاس ږدي
کومو خلکو ته چې ما خبرې زده کړې

ستا ساده زاهد ساپي له څه خبر وو
خو ستا هجر کې یې دا خبرې زده کړې

شاعر:مهاجر زاهد (ساپي)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *