پنجشنبه , مارچ 4 2021
کور / خبرونه / پاکستان / د عوامي نیشنل پارټۍ په انتخاباتي جلسه کې چاودنه شوې

د عوامي نیشنل پارټۍ په انتخاباتي جلسه کې چاودنه شوې

په پېښور کې د عوامي نیشنل پارټۍ په انتخابي جلسه کې چاودنه شوې ده او رپورټونه وايي یو شمیر کسان زخمیان شوي دي.

د نهې، سه شنبې، په ماښام جلسه کې د ای این پي د صوبايي اسمبلۍ امیدوار هارون بلور هم موجود و.

جلسه د پېښور په یکه توت برخه کې روانه وه.

ابتدايي رپورټونه وايي چې گڼ شمیر کسان زخمیان شوي دي.

د پېښور په هم دغه علاقه کې د ای این پي یو بل مشر بشیر بلور هم په ځانمرگي حمله کې په کال ٢٠١٢ کې وژل شوی دی.

په پېښور کې د ای این پي په جلسه کې چاودنه په داسې مهال شوي چې د ترهگرۍ خلاف د پاکستان د حکومت ادارې نېکټا ویلي چې د سیاسي گوندونو شپږو سیاستوالو ته د ترهگرو لخوا د بریدونو گواښونه دي. په دې شپږو کې، پنځه پښتانه سیاستوال دي.

د نېکټا مشر، عبید فاروق، د سنېټ مجلس یوې کومیټې ته په وینا کې، د دغو شپږو سیاستوالو نومونه داسې وښودل: «د تحریک انصاف پاکستان مشر عمران خان، د عوامي نشنل پارټۍ مشران اسفندیار ولي او امیر حیدر هوتي، د قامي وطن پارټۍ مشر آفتاب شیرپاو، د جمعیت علمای اسلام (ف) یو مشر، اکرم خان درانی، او د حافظ سعید زوی، طلحه سعید.»

په دې کې، له طلحه سعید پرته، چې د توندلاري حافظ سعید زوی او پنجابی دی، پنځه نور ټول پښتانه سیاستوال دي.

د قامي وطن گوند مشر، آفتاب احمد خان شیرپاو، په دغه رپورټ، وي او اې ډیوه ته د عکس العمل څرگندولو پر مهال وویل چې ډیره عجیبه خبره ده چې هغوی ته که گواښونه موجود دي، نو بیا ولې تر اوسه ورسره دغه معلومات نه دي شریک شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *