پنجشنبه , جنوري 21 2021
کور / ليکنې / د غازي علم الدین رحمه الله د مسیر لارویان!

د غازي علم الدین رحمه الله د مسیر لارویان!

لیکنه : سپین طالب ـــــــــ

د پاکستان له جوړېدو دمخه او وروسته د یو شمېر ملعونینو لخوا د رحمة للعالمین پیغمبر صلی الله علیه وسلم په شانِ اقدس کې د ګستاخۍ داسې ډیرې پیښې تر سترګو شوي، چې په دې لیکنه کې یې څو نمونې ذکر کوو او د دغو لعنتیانو ګستاخانو جهنم ته رسوونکي غازیان هم درپېژنو.

خو د یادونې خبره دا ده چې د پاکستان د غلام حکومت د انګریزي قانون لخوا هر ځل د ګستاخانو پر ځای د هغوی قاتلینو غازیانو ته سزا ورکړل شوې ده.

راځئ یوه لنډه کتنه ورته کوو:

1ـ په 1923 میلادي کال کې د راج پال په نوم یوه سړي یو ګستاخانه کتاب لیکلی وو په 1929م کال د اپریل په شپږمه شهید غازي علم الدین رحمه الله پرې لکه د ابابیل نازل شو د چړې وار یې پرې وکړ او جهنم ته یې ولیږه. د همدې کال د مئي په دوه ویشتمه د بې دینه، انګریز، غلام حکومت لخوا ورته د اعدام سزا اعلان شوه. غازي ته یې ډیر وویل چې ته د بخښنې درخواست ولیکه غازي رحمه الله ورته وویل نه یې لیکم، زه په خپل کړي کار فخر کوم ، ویل کیږي چې علي جناح هم ورته راغلی وو او دا ټینکار یې ورته کاوه چې د بخښنې درخواست ولیکه، د غازي رحمه الله همدا خبره وه چې ما په پوره هوش او حواس کې دا کار کړی او زه پرې بیخي پښېمانه نه یم ، که دوی هره سزا راکوي زه ورته تیار یم ، هماغه وو چې آخر یې د 1929 د اکتوبر په یو دېرشمه د پنجاب په میانوالي جېل کې په شهادت ورساوه. (روح دې ښاد او یاد دې تل وي.)

2 ـ په 1934م کال کې د سندھ د حیدراباد سیکرټري تهورام خبیث یو ګستاخانه کتاب شایع کړ چې پر ده باندې غازي عبدالقیوم شهید رحمه الله په عدالت کې نازل شو او په ډیره زړورتیا یې د خلکو او عسکرو تر مخه د چاړه ګزار پرې وکړ او ځای پر ځای یې مردار کړ. یو څو میاشتې وروسته یې غازي عبدالقیوم په شهادت ورساوه او د حکومت لخوا اعدام شو. (روح دې ښاد او یاد دې تل وي.)

3 ـ 1936م کال کې د چکوال 22کلن غازي مرید حسین رحمه الله د هغه وخت په اخبار زمیندار کې ولیدل چې د رام ګوپال په نوم یوه خبیث د پیغمبر علیه السلام په شان کې ګستاخي کړې، بالاخره غازي مرید حسین د اګست په اومه ځان ورورساوه او د جهنم ټکټ یی ورکټ کړ، انګریز حکومت دا هم د 1937م کال د سپتمبر په 24 په شهادت ورساوه.( روح دې ښاد او یاد دې تل وي.)

4ـ د 1997م کال په لسم اکتوبر کې د پاکستان حکومت یو لعنتي له زندان نه ازاد کړ دې خبیث هم د پیغمبر علیه السلام ګستاخي کړې وه. خو الله ورته غازي احمد شېر خان نیازی د مرګ فرښته وګرځوله، ګستاخ یې جهنم ته ورټېل وهه.
په نهم نومبر 1998کې یې یو بل ګستاخ په چکوال کې مردار کړ. عدالت په غازي شېر خان باندې په 2000م کال کې د اعدام فیصله اعلان کړه.

5ـ د پنجاب ایالت د ګجرانوالې سره نږدې د وزیر اباد اوسیدونکی شهید غازي عامر عبدالرحمن چیمه رحمه الله چې جرمني ته د درس لپاره تللی وو.په 2006م کال یې د جرمني د ورځپاڼې په هغه ایډیټر چې د پیغمبر علیه السلام ګستاخي یې کړې وه د هغه په دفتر کې حمله وکړه او لعنتي ایډیټر هیزک بروډر ې د چړې پواسطه زخمي کړ بالاخره د هماغو زخمونو له وجې مردار هم شو د جرمني حکومت غازي د دریو میاشتو مسلسل ذهني او جسماني اذیت وروسته په شهادت ورساوه.(روح دې ښاد او یاد دې تل وي.)

6ـ د 2007 په 15 جون دوه ګستاخانه کتابونه ولیکل شول. چې غازي محمد ثاقب جلیل په دواړو لیکوالانو حملې وکړې یو یی مردار او بل زخمي شو.او غازي محمد ثاقب جلیل صاحب د حکومت لخوا بندي شو.

7ـ په 2014م کال 25 ستمبر کې یوه لعنتي اصغر کذاب د درواغو د نبوت دعوه وکړه. د پینډۍ اوسیدونکی غازي محمد یوسف قادري پرې حمله وکړه او دا خبیث یې جهنم ته ورټیل وهه.غازي محمد یوسف قادري د پاکستان حکومت نیولی او اوس هم په زندان کې شپې ورځې تیروي الله دې د دوی له بنده راخلاص کړي.

8ـ د پنجاب ملعون والي سلمان تاثیر چې له اصله غیر مسلم وو او د دې تش په نوم اسلامي حکومت لخوا د پنجاب والي وو هر وخت به یې ګستاخانه خبرې کولې چې بالاخر دوه زره یوولسم میلادي کال کې پرې خپل ساتونکي شهید غازي ممتاز قادري رحمه الله لکه د ابابیل نازل شو او خپل بد انجام ته یې ورساوه.
غازي ممتاز قادري رحمه الله د پاکستان د بې دینه حکومت لخوا په 2016م کال کې اعدام شو او په شهادت ورسول شو.(روح دې ښاد او یاد دې تل وي.)

یادونه : د لیکوال دا لیکنه له دې نه مخکې هم په بل نوم په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې.

#یادونه

ټرايبل نیوز یوه آزاده ، خپلواکه او بې پلوه اداره ده چې پکې په سیاسي توګه د هر فریق نظر خپریږي خو د لیکونکي د شخصي نظر سره د ټرايبل نیوز متفق کیدل اړین نه دي که تاسو هم لیکنې خپرول غواړئ نو اړیکه راسره ونیسئ
Tribalnews.net@gmail.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: