جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د غزني غونډې پر مهال ولایت مقام ته نزدې راکټي بریدونه شوي

د غزني غونډې پر مهال ولایت مقام ته نزدې راکټي بریدونه شوي

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وايي، په غزني کې د ولسمشر غني برنامې په عادي توګه روانې دي.
د ولسمشر ویاند دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د غزني ولایت مقام ته نږدې درې راکټونه لګیدلي دي.
دا راکټونه داسې مهال په ولایت توغول شوي چې نن سهار ولسمشر غني دغه ولایت ته رسیدلی دی.
راپورونه وايي راکټونه له ولایت مقام سره د ۱۰۰ مترو په واټن کې لګیدلي.
تر اوسه د راکټونو د لګیدو له امله د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.
دوه میاشتې وړاندې غزني کې د دفاع وزارت پر لوړي پلاوي هم ورته راکټي بریدونه شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *