سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / د غزني ولایت لاریون کونکو د کندهار غزني لار په دویمه ورځ هم تړلې ده

د غزني ولایت لاریون کونکو د کندهار غزني لار په دویمه ورځ هم تړلې ده

په غزني ولایت کې لاریون کونکو د کابل – کندهار لویه لار د احتجاج په ډول د ترافیکو پرمخ د دوهمې ورځې لپاره تړلې ده، چې له امله یې مسافرو تيره شپه په سړه هوا کې شپه تېره کړې ده. لاریون کونکي د قره باغ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې دغې لارې ته را وتلي او پر دغه لویه لار یې د موټرو ته د تګ راتګ مخه نیولې ده. اعتراض کوونکي، چې د غزني په وزیر قوم پورې تړاو لري، وايي چې د جمعې په شپه وسله والو کسانو، چې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو یونیفورم یې اغوستی و، د قره باغ ولسوالي په شېراباد کلي کې د دوی پر کورونو یرغل وکړ؛ دوه ملکیان یې ووژل، دوې ښځې یې ټپیانې کړې او دوه تنه نور یې وتښتول. ویل کېږي چې په سیمه کې هزاره ګانو، چې په ملي او امنیتي ځواکونو کې یې شمېر زیات دی، له دولتي امکاناتو په استفادې د وزیرو پر کورونو یرغل کړی دی. تر دې وړاندې هزاره ګانو د دې سیمې پر اوسېدونکو اوبه بندې کړې وې چې لا هم بندې دي او له دې درکه وزیرو ته د ملیونونو افغانیو زیان اوښتی دی. اعتراض کوونکو حکومت ته خبرداری وکړ چې حمله کوونکي د عدالت منګولو ته وسپاري او کنې قوم به په خپله اقدام وکړي. د غزني چارواکو له مظاهره چیانو غوښتي چې لاره پرانیزي او دوی به د پېښې په اړه تحقیقات وکړي. د وروستیو راپورونو له مخې د غزني د ولایتي ادارې مسوولان له مظاهره چیانو سره په خبرو بوخت دي چې لاره پرانیزي او هغوی ته د حمله کوونکو د محاکمه کولو په اړه ژمنه ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *