شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د غزني په جغتو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله شپږ ملکي وګړي وژل شوي

د غزني په جغتو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله شپږ ملکي وګړي وژل شوي

د غزني په جغتو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله شپږ ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي. د غزني د والي وياند محمد عارف نوري وويل، چې نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د جغتو ولسوالۍ قياک سيمه کې د ملکي وګړو پر تونس موټر د ماين چاودنه شوې ده. هغه وايي چې په دې چاودنه کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي. په پیښه کې د ټپي شویو کسانو روغتيايي حالت هم نازک ښودل شوی دی. تراوسه د دې چاودنې پړه کوم چا په غاړه نه ده اخیستې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: