پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / د غزني په لار یون کونکو برید شوي دی

د غزني په لار یون کونکو برید شوي دی

بېګاه شپه ۱۲ بجې د غزني په ښار کې پر لاریون کوونکو ډزې شوي، چې ګڼ شمېر لاریون کوونکي یې ټپیان کړي او ځینې کېږدۍ یې ورسوځولي دي. لاریون کوونکي وايي، تېره شپه د اردو عسکرو له لوري د دوی پر کېږدیو بریدونه وشول او ګڼ شمېر لاریون کوونکي یې ټپیان کړل. په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې ویډیو کې لاریون کوونکي وايي، چې برید دولت کړی او مرګ پر دولت شعارونه ورکوي. د لاریون کوونکو مشران پر لاریون کوونکو غږ کوي، چې ګډوډي جوړه نه کړي او ټپیان شوي کسان به ډېر ژر له لاریون کوونکو سره یو ځای شي. له تېرو څلورو ورځو راهیسې د غزني د قره باغ د شېراباد کلي سلګونه اوسېدونکو د غزني په ښار د تحصین خیمې وهلي او د عدالت غوښتنه کوي. د تېرې شنبې پر شپه د قره باغ د نیختي هزاره اربکیانو له لوري د ابراهیم په نامه د یوه تن پر کور چاپه وهلې وه، چې د یوې مېرمنې په ګډون یې درې تنه وژلي وو، دوه یې ټپیان کړي وو او دوه تنه یې ژوندي بېولي دي. لاریون کوونکي له حکومت غواړي چې د هزاره سیمیز پولیس ونیسي او نیول شوي خلک راخوشې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *