چهارشنبه , جنوري 20 2021
کور / خبرونه / پاکستان:د غلام خان بندر کار بشپړ شوی دی، ژر به یې پرانېزو

پاکستان:د غلام خان بندر کار بشپړ شوی دی، ژر به یې پرانېزو

پاکستاني چارواکي وایې د پاکستان او افغانستان پر پوله د غلام خان بندر کار بشپړ شوی دی او ډیر ژر به پرې خلکو ته د تګ راتګ او سوداګرۍ هلو ځلو اجازه ورکړل شي. په دې اړه روانه اونۍ په شمالي وزیرستان کې د پوځ لوړ پوړیو چارواکیو له ځايي مشرانو سره یوه جرګه هم کړې ده. د شمالي وزیرستان کې چارواکي وایي ، چې د غلام خان لاره بنده وه خو دوی په ټرمینل کار ته دوام ورکړی دی او د مارچ په لومړۍ اوونۍ کې به دا لاره پرانیستل شي. د غلام خان ټرمینل د تعمیر د پروژې مشر اینجینیر محمد نور وزیر وویل چې د ټرمینل ۹۵ سلنه کار بشپړ شوی او په دې کې سوداګرو او مسافرو ته بېلا بېلې اسانتیاوې ورکړل شوي دي. ویل کېږي چې دا بندر درې لارې لري یوه د پیاده خلکو لپاره، یو د سامانانو او بله هغه د هغو سامانانو ځای دی چې افغانستان ته لېږدول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: