چهارشنبه , جنوري 20 2021
کور / اسلاميات / د غیبت حکم، پېژندنه او زيانونه لیکنه: محترم أحسن عزیز

د غیبت حکم، پېژندنه او زيانونه لیکنه: محترم أحسن عزیز

دغیبت تعريف:
غيبت يوه عربي كلمه ده چې په لغت کې د غاب او يغيب مصدر دى، چې په پښتو کې يې مانا په يو چا پسې خبرې کول دي

د اخلاق پوهانو په اند په اصطلاح کې د يو مالوم او غائب شخص عيب او نقص بيانولو ته غيبت ويل كېږي.
یا په بل عبارت: غيبت هغه بيان دى چې نقل يې د غائب سړي د خپګان لامل ګرځي
له پورتني تعريف څخه ښکاري، چې د غيبت او بهتان ترمنځ توپير شته، دارنګه چې بهتان د هغه عيب او نقص نسبت كول دي چې په هغه مالوم شخص کې دغه عيب نه وي، نور مهمه نه ده كه دغه عيب بيانول دده په غياب كي وي يا دده په شتون کې.
اما غيبت د هغه نقص او عيب بيان ته ويل کېږي چې په معين او مالوم شخص كې دغه عيب موجود وي خو دغه شخص موجود نه وي، يعنې كه مخامخ د چا د كوم عيب يادونه وشي، غيبت ورته نه ويل کيږي
د اسلام پيغمبر حضرت محمد صلي الله عليه وسلم هم په خپلو لارښونو کې دغيبت او بهتان تر منځ همداسې توپير كړى دى
او فرمايلي يې دي:
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ: « أَتَدْرُونَ مَا الْغِيبَةُ؟ ». قَالُوا اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ. قَالَ « ذِكْرُكَ أَخَاكَ بِمَا يَكْرَهُ » قِيلَ أَفَرَأَيْتَ إِنْ كَانَ فِى أَخِى مَا أَقُولُ. قَالَ: « إِنْ كَانَ فِيهِ مَا تَقُولُ فَقَدِ اغْتَبْتَهُ وَإِنْ لَمْ يَكُنْ فِيهِ فَقَدْ بَهَتَّهُ »

ژباړه: له ابي هريرة رضي الله تعالي عنه څخه روايت دي، چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: آيا خبر لرئ! چې غيبت څه ته ويل کېږي، ناستو صحابه كرامو رضوان الله عنهم اجمعين وويل: الله او رسول يې ښه پوهېږي، وروسته رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: د خپل ورور داسې څه بيانول چې هغه يې بد ګڼي، د غيبت په نوم ياديږي، بيا رسول الله صلي الله عليه وسلم ته وويل شول، كه زمونږ په ورور كې هغه څه وي چې مونږ يې وايو؟ د الله استازي ورته ځواب وركړ: هغه څه چې تاسو يې وايئ، كه ستاسو په ورور کې وي، نو د هغه غيبت مو كړى او كه په کې نه وي، نو بيا مو ورته د بهتان نسبت كړى دى.
د فقهي او د حديثو په کتابو کې دا مسئله راځي چې يو څوک چې د قرانکريم تلاوت کوي او بل څوک يې سماع (اورېدل) کوي نو د سَامع (اورېدونکي) ثواب پر تلاوت کونکي باندې ډېر دی ، له دې مسئلې څخه بالمقايسه دا مسئله مالومېږي چي تر غيبت ويونکي بايد د غيبت اورېدونکي عذاب ډېر شي

مکمل تفصيل په دې ډول دی چې يو څوک د يو چا غيبت کوي او بل ورته ناست وي نو دغه ناست سړی که په دغه غيبت کولو خوښ وي نو په دغه صورت کې خو په اعلی درجه سره ګنهګار دی ، او که په دغه غيبت کولو خوښ نه وي خو د غيبت په ځای کې یې دغه ناستې ته کوم مجبوريت هم نشته نو هم ګنهګار دی ، یو په دې وجه چې غيبت يې واورېده او بل په دې وجه چې امر بالمَعروف يې پرېښوده ؛ ځکه چې ده ته پکار ده چې غيبت کونکي ته ووايي چې غيبت پرېږده! غيبت کول ګناه ده .
او که امربالمَعروف وکړي او يا د امربالمَعْروف طاقت نه لري ، او په همدغه ځای کې چې غيبت کېږي د کوم جایز مشکل په وجه ناستې ته مجبور هم وي ، نو په دغه صورت کې بيا د غيبت اورېدونکی ګنهګار نه دی .

مولانا عبدالحئ لکنوي (رحمه الله تعالی) په «فتاوی لکنوي ص ۴۶۰» کې ذکر کړي دي چې د غيبت پرېښودل تر ادا د فرضي او نفلي لمونځونو افضل او بهتر دی.
که يو سړي ته مېلمستيا وشي او دده يقين وي چې په دغه ځای کې غيبت کېږي نو ده ته جایز نه ده چې دغې مېلمستيا ته ورشي ، او که چېري يو سړی په دې پوه نه وي چې په دغه ځای کې غيبت کېږي نو دی ورشي او بيا هلته غيبت شروع وي نو که چېري پر دې باندې قادر وو چي خلک له غيبت څخه منع کړي نو خلک دې له غيبت کولو څخه منع کړي ، او که يې چېري منع په طاقت کې نه وه نو بيا که چېرې پر دې باندې یې قدرت درلود چې له دغه مجلس څخه ولاړ شي نو باید ولاړ شي ، او که تګ یې هم په قدرت کې نه وو نو بيا دې کېني خو د غيبت کونکو و غيبت ته دې غوږ نه نیسي او په زړه او په څېره کې دې ناخوښي څرګنده وي.
دا خبره تر لمر هم روښانه ده چې غيبت كول د اسلام د سپېڅلي دين له نظره يو ناوړه عمل او ستره ګناه ده او داسې يو عمل دى چې د نېكو عملونو ثواب له منځه وړي، انساني كرامت ته درانه زيانونه ور اړوي، په غيبت سره انسان اعتماد او باور له لاسه وركوي او د دښمنۍ لامل ګرځي، آن تر دې چې د نېكو عملونو د قبلېدلو لپاره خنډ جوړوي، دا هم مالومه شوه چې غيبت كول يوازې تر ژبې پورې نه دى تړلى، بلكې ټولې هغه كړني اوعملونه چې د مسلمانانو عيبونه نورو ته پرې ښكاره شي، دغيبت تر حكم لاندې راځي لكه: ويل، ليكل، اشاره، كنايه، تمثيل او داسي نور.
په الهي او نبوي لارښونو كې غيبت په ډېرو شديدو الفاظو سره رد شوى، لكه څرنګه چې لوى خداى(جل جلاله) غيبت كول د مړه ورور د غوښو له خوړلو سره ورته بللی دى، او دا د غيبت كوونكي لپاره ډېر لوى زجر دى، ځكه مرداره كه د ګډ هم وي، خوړل يې حرام دي.

همدا راز رسول الله صلی الله عليه وسلم د غيبت ګناه له زنا څخه هم زياته بللي ده، ځكه چې د غيبت ټول لاملونه په خپل ذات کې د كبيره ګناهونو په لړ کې راځي، نو همدغه لامل دى چې دغيبت ګناه هم زياته ده، خو له بده مرغه چې زمونږ په ټولنه کې غيبت عمومي بڼه لري، آن تر دې چې د اهل علم ترمنځ هم ليدل کېږي، نو ښه خبره داده چې د دغه ناوړه اخلاقو پر وړاندې سخته مبارزه وشي او د غيبت پرمهال الهي حكم په نظر کې ونيول شي، ځكه د غيبت پرېښودلو لپاره يوه مهمه كړنلاره هم د الله (جل جلاله) حكم ته پاملرنه كول دي. بل دا چې هر غيبت كوونكی بايد په دې پوه شي، چې غيبت كول د سپكو او ذليلو خلكو كار دى، د عزت او‌ آبرو څښتنان له دغه کار څخه ځان ساتي، يو عالم په دې هكله وايي: الغيبة جهد العاجز، يعنې غيبت د کمزورو خلکو هڅې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: