یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د فاریاب په یو هوایي برید کې څلور عام وګړي وژل شوي

د فاریاب په یو هوایي برید کې څلور عام وګړي وژل شوي

د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې پر يو شخصي کرولا موټر هوايي بريد کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي، خو چارواکي وايي دغه موټر ماين الوځولى دى. يوې سرچينې چې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، وويل چې وړمه شپه شاوخوا اته بجې يو کرولا موټر، چې د ولايت له مرکز ميمنې نه قيصار ولسوالۍ ته روان و، د قيصار مرکز ته څېرمه په طارق خان ګولايۍ کې تر هوايي بريد لاندې راغى. د هغه په وينا، په دغه بريد کې په موټر کې سپاره څلور تنه وژل شوي دي. دى وايي چې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي. د هغه په وينا، په موټر کې له سپرو کسانو يو يې ناروغ و او سيروم هم ورته لګول شوي و. خو د فارياب والي نقيب الله فايق وويل چې پر دغه موټر هوايي بريد نه دى شوى او موټر ماين الوځولى دى. هغه وايي چې په موټر کې د وژل شويو کسانو د شمېر په اړه معلومات هم کره معلومات نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *