دوشنبه , مې 10 2021
تازه سر ټکي
کور / ليکنې / د فریدون مومند لخوا د افغانستان د خاورې سره خیانت لیکوال: سید اکبر خان مشریقیوال

د فریدون مومند لخوا د افغانستان د خاورې سره خیانت لیکوال: سید اکبر خان مشریقیوال

کله چې پر هیواد مئینو حکومتي او غیر حکومتي، خاصو او عامو ویښ ضمیره او با احساسه اشخاصو او ولسونو او د هېواد حقپالو لیکوالانو د خائن فریدون مومند له خیانتونو څخه پرده پورته کړه، او د فریدون مومند د وطن فروشۍ ثبوتونه او له آي ایس آي سره د هغه اړیکې او رابطې یې افشا کړې.نو د خائن فریدون مومند شخصیت له هر طرف نه د تنقیدونو ښکار شو، هم د حکومت په داخل کې او هم د عامو خلکو په مینځ کې د فریدون مومند څېره بې نقابه شوه.
دا زمونږ د هېواد لپاره یو ډېر حساس وخت دی ځکه چې د ملت ټولو دښمنانو خپل ټول قوت په کار اچولی دی او بیا په تېره تېره پاکستان خو خپل ټول لاسپوڅي متحرک کړي دي چې په څه ډول د امریکا فشار په ځان راکم کړي او د ترهه ګرو د ملاتړ په تور کې افغانستان هم له ځانه سره تورن کړي چې څو ورځې وړاندې د ګیلاني د پنجاب په حق کې څرګندونې د دې یوه بېلګه ده

فریدون مومند هم د خپلو پنجابي بادارانو په مشوره او پلان په ډېر مکر او چل سره د خپلې جاسوسۍ طرز العمل ته تغیر ورکړ او په ډېر چل او فریب سره اوس غواړي چې په یوه غشي څو ښکاره وکړي او له پنجابي لنډغرو سره په ملګرتیا په یو وخت هم د افغان حکومت او افغان اولس سترګو کې شګې واچوي او هم امریکایان وغولوي، هغوی استعمال کړي او خپلو هدفونو ته په هغوی ځان ورسوي خو لکه څنګه چې د ملي امنیت ادارې د ګیلاني په خلاف د غدار دوسیه جوړه کړې باید هم دغه شان د فریدون مومند په خلاف هم جوړه شي.

د فریدون مومند د اوسني مکر او فریب موخې شته چې د هغوی د جملې نه څو په لاندې ډول دي

فریدون مومند افغان حکومت ته د پوستو جوړولو پر ځای د قبایلي کډوالو(چې له پولې هاغې غاړې نه راغلي) په خلاف عملیاتو ته د لومړیتوب بې ځایه مشورې ورکوي.او حکومت ته یې دا وړاندیز کړی چې باید د دغو قبایلو خلاف عملیات وکړي.او غواړي چې که افغان حکومت پر دغو کډوالو جنګ پېل کړي نو قبایلي کډوال هم مجبورېږي چې د خپلو ځانونو څخه د دفاع په خاطر د افغان حکومت پر خلاف وسله پورته کړي. نو که الله مه کړه داسې وشول نو د پاکستان پوځ به خپل هدف ته ورسېږي.ځکه چې یو طرف ته به خپل مخالفین چې قبایلي کډوال دي د افغان حکومت غاړې ته ورواچوي او بل طرف ته به افغان ځواکونو ته هم یو دردِ سر پیدا کړي او له قبایلي کډوالو سره به یې په جنګ داسې بوخت وساتي چې د پاکستاني پوستو ځمکنی تجاوز او هوایي بمبار به ترینه هېر وي. هغوی به د قبایلي کډوالو او افغاني ځواکونو اخ وډب نه په استفادې خپلو سرحدي پوستو او کرښو ته نور هم د افغان خاورې په داخل کې امتداد او پیشرفت ورکړي.ځکه چې همدغه قبایلي کډوال دي چې د پاکستاني پوستو پیشرفت ته خنډ دي او د پاکستان پوځ دې ته نه پرېږدي چې د افغانستان پر حدودو تجاوز وکړي او پاکستان مخکې نه پرېږدي چې خپلې سرحدي کرښې آن د افغان خاورې داخل پورې وغزوي.که دغه قبایلي کډوال نه وای نو لا پخوا به پاکستاني پوځیانو حتی په کلومیترونو د افغانستان پر خاوره نور تجاوز هم کړی وای.ټولو ته معلومه ده چې دغه قبایلي کډوال له افغانانو سره د هیڅ کوم تصادم او د جنګ ارادې نلري مګر آي ایس آي غواړي چې د فریدون مومند پواسطه په څه ناڅه طریقه د افغان دولت، افغان ولس او له پاکستان څخه راغلیو قبایلي کډوالو تر مینځ د جنګ اور جوړ کړي ،چې د دې جنګ هر صورت به بیا د افغانستان په تاوان او د پاکستان په ګټه وي.نو افغان حکومت ته پکار دي چې په لوی لاس ځانته نور دښمنان پیدا نکړي.او د فریدون مومند احمقانه مشورو ته غوږ کېنږدي.افغان ولس او افغان دولت دې دغو قبایلو ته د مهاجرینو په سترګه وګوري نه د دښمن په سترګه،او نړیوالو ته دې هم په دې قناعت ورکړي چې دا ترهګر نه بلکې د پاکستان له ظلم څخه دلته پناه راوړونکي کډوال دي.
مکاره آي ایس آي په پورتنيو ذکر شویو موضوعاتو کې امریکایان هم لکه د پخوا په شان یو ځل بیا غولول او استعمالول غواړي او پر امریکایانو هم خپل دښمنان(چې د تحریک طالبان پاکستان طالبان دي) له منځه وړل غواړي.چې په دې سره امریکایانو ته هیڅ شی هم په لاس نه ورزي مګر د پاکستان اهداف ترسره کېږي ځکه چې پاکستان همېشه امریکایانو ته درواغو اطمینان ، وعدې او ډاډ ورکړی.
نو امریکایانو، افغان حکومت او افغان ولس ته پکار دي چې نور باید پر آي ایس آي او فریدون مومند باور ونکړي ، او د دوی احمقانه مشورې او سوداګانې باید ونه مني .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ټرايبل نیوز یوه آزاده ، خپلواکه او بې پلوه اداره ده چې پکې په سیاسي توګه د هر فریق نظر خپریږي خو د لیکونکي د شخصي نظر سره د ټرايبل نیوز متفق کیدل اړین نه دي که تاسو هم لیکنې خپرول غواړئ نو اړیکه راسره ونیسئ
Tribalnews201@gmail.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *