چهارشنبه , جنوري 20 2021
کور / خبرونه / د فلسطین مشر ویلي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تګلاره د شرم وړ ده.

د فلسطین مشر ویلي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تګلاره د شرم وړ ده.

د فلسطین مشر ویلي چې د منځني ختیځ د سولې په برخه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تګلاره د شرم وړ ده.  د فلسطینیانو مشر محمود عباس د یکشنبې په ورځ د سولې لپاره د فلسطینیانو مرکزي شورا ته په وینا کې د منځني ختیځ په مسله د ولسشمر ټرمپ په دریځ سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، د هغه دا پرېکړه چې بیت المقدس دې د اسراییلو پلازمینه وي په هېڅ ډول د منلو نه ده. محمود عباس د ټرمپ د هغو څرګندونو په مقابل کې چې ویلي یې وو، فلسطینیان سوله نه غواړي ویلي، ټرمپه شرم وکړه او په خبره یې فلسطینیان سولې ته تیار دي، خو په هغه صورت کې نه چې ددوی حقوق تر پښو لاندې کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: