شنبه , مارچ 6 2021
کور / خبرونه / بين المللي / د فیلیپین ولسمشر مفسدو پولیسو ته: د فیليپين د پولیسو رنګه مه بدوئ، پخپله مو وژنم احمقانو

د فیلیپین ولسمشر مفسدو پولیسو ته: د فیليپين د پولیسو رنګه مه بدوئ، پخپله مو وژنم احمقانو

د فیلیپین ولسمشر ویلي هغه پولیس پخپله وژني چې په فساد او امنیتي مسایلو کې ښکېل وي. رودریګو دوترتې د ځینو مفسدو پولیسو چارواکو تر نېونې وروسته ویلي، ټولو هغو کسانو ته خبرداری ورکوي، چې د پولیسو په چوکاټ کې دي، فساد کوي، غلا کوي، انسانان تښتوي او یا له مجرمینو سره مرسته کوي. دده په وینا د هر هغه چا پر وړاندې پخپله اقدام کوي، چې د فیلیپین د پولیسو رنګه بده کړي. هغه ویلي، زه پخپله تاسې وژنم ډزې درباندې کوم، احمقانو. د فیليپین ولسمشر همدا راز په حکومت کې د پراخو اصلاحاتو په اړه هم څرګندونې کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *