جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / اسلاميات / د قادسیې معرکه(15هـ 636م). د قادسیې د تاریخي جګړې او فتحې په هکله مختصر معلومات. ژباړه: شرافت “ناصري”

د قادسیې معرکه(15هـ 636م). د قادسیې د تاریخي جګړې او فتحې په هکله مختصر معلومات. ژباړه: شرافت “ناصري”

د قادسیې په جګړه کې د مسلمانانو تعداد 32000 دوه دېرش زره او د فارس د مجوسیانو تعداد 250000 دوه نیم لکه تنه وو چې له ځانونو سره یې 33 فیلان هم د جنګ میدان ته راوستي وو.

د قادسیې په جنګ کې د مسلمانانو ځېنې غټ غټ قومندانان په لاندې ډول وو
سعد بن أبي وقاص (چې د مسلمانانو د لښکر عمومي مشر هم وو)
القعقاع بن عمرو التمیمي
هاشم بن عتبة القرشي
زهرة بن الحویة التمیمي
عاصم بن عمرو التمیمي
طلیحة بن خویلد الأسدي

د قادسیې په جنګ کې د فرس د مجوسیانو قومندانان په لاندې ډول وو
رستم فرخزاد (چې د مجوسي لښکر عمومي مشر هم وو)
الجالینوس
الهرمزان
البندوان
بهمن جاذویه
الفیرزان
مهران بن بهرام

*د أرماث ورځ یعنې د قادسیې د جنګ اوله ورځ ، (د قادسیې د جنګ اوله ورځ د أرماث په نوم نومول شوې).
په دې ورځ مسلمانانو 500 تنه شهیدان ورکړل،او د مجوسیانو 2000 تنه ووژل شول.
دا ورځ نسبتي د مسلمانانو په زیان او د
مجوسو په ګټه تمامه شوه ځکه مجوسي لښکرو فیلان د جنګ میدان ته رامخکې کړي وو.

*د أغواث ورځ (د قادسیې د جنګ دوهمه ورځ)
په دې ورځ د مسلمانانو د مرستې لپاره له شام څخه د قعقاع بن عمرو التمیمي په مشرۍ زر1000 تنه مجاهدین راورسیدل،قعقاع رضي الله عنه پخپل خاص تاکتیک او ترتیب د مسلمانانو صفونو سره یوځای شو او هغه داسې چې خپل 1000 تنه مجاهدینو څخه یې د لسو لسو تنو په تعداد بیل بیل ټولګي جوړ کړل او په نوبت نوبت به هر ټولګی په ترتیب ترتیب روان وو او د مسلمانانو له صفونو سره به یوځای کیدل ، قعقاع رضي الله عنه په دې جنګي تاکتیک وکولای شول چې د فارسي مجوسیانو په لښکر رعب راولي،فارسیانو په زرو1000 تنو مجاهدینو د لکونو ګمان وکړ او په ویره کې شول.
قعقاع رضي الله عنه یو بل کار هم وکړ او هغه دا چې خپل اوښان یې په خاص قسم حجاب او چپنې ته ورته لباس کې پټ کړل چې له لرې فاصلې نه به ډیر عجیبه او خطرناک ښکارېدل ، مجوسیانو چې د قعقاع رضي الله عنه دا جنګي تکتیکونه ولیدل نو په وېره کې شول خپل د لښکرو تعداد او خپل فیلان یې هېر شول.
دا ورځ د مسلمانانو په بریا او د مجوسیانو په شکست تمامه شوه.
له مسلمانانو څخه 2000 تنو د شهادت جام نوش کړ، او له مجوسیانو څخه 10000 تنه ووژل شول.

*د عمواس ورځ (د قادسیې د جنګ درېمه ورځ)
په دې ورځ حضرت قعقاع رضي الله عنه یو بل جنګي تکتیک هم وکړ او هغه دا چې: د خپل معسکر نه یې په پټه یو تعداد مجاهدین دباندې ولېږل او هغوۍ ته یې د بېرته داخلیدو خپل خاص وخت ټاکلی وو،کله چې په هماغه وخت دغو مجاهدینو بېرته د مسلمانانو صفونو ته داخلېدل شروع کړل، نو مجوسیانو فکر وکړ چې ګنې د مسلمانانو لښکر ته بیا تازه مرسته راغله او په رعب او خوف کې شول، او بل طرف ته په دې کار مسلمانان هم ډاډه شول ځکه هغوی هم دا فکر وکړ چې ګنې زمونږ مرستې ته نور تازه دمي مجاهدین راورسېدل.
په دې ورځ قعقاع رضي الله عنه او عاصم بن عمرو رضي الله عنه په شریکه د مجوسیانو په فیلانو حمله وکړه له فیلانو څخه یې یو غټ فیل قتل کړ او بل غټ فیل یې زخمي کړ، زخمي فیل د جنګ له میدان څخه په تېښته شو او ورپسې ټول فیلان په تیښته شول.

*لیلة الهریر( د چیغو شپه) چې صیهات الموت(د مرګ چیغې ) هم ورته وایي.
په دې شپه مسلمانانو د شپې وروستنۍبرخه کې پر مجوسي لښکر سخته او قوي حمله وکړه، په دې شپه دوه آوازونه تر غوږو کېدل یو د تورو آوازونه او بل د خلکو چیغې.
په دې شپه دومره سخت جنګ وشو چې وروسته بیا د خلکو منځ کې متل وګرځیده.
په دې شپه کې 6000 تنه مسلمانان شهیدان شول ، او 30000 مجوسیان ووژل شول.
له دې وروسته الله جل جلاله ډیره تیزه سیلۍ راوسته چې د مجوسیانو په لښکر خوف او وېره نوره هم زیاته شوه آن تردې چې رستم خپل تخت پرېښودو ته مجبور شو او په تېښته تېښته یې د اوبو نهر ته ځان وغورځاوه ، هلال چې دا ولیدل نو اوبو ته یې ورپسې ورټوپ کړل رستم یې له اوبو څخه راوویسته او بیا یې قتل کړ، بیا د رستم په تخت ودرېده او چیغه یې کړه چې د کعبې په رب مې دې قسم وي رستم مې وواژه ، د مجوسیانو بل مشر جالینوس د زهرة بن الحویة التمیمي لخوا ووژل شو ، د مجوسي لښکر معنویات نور هم ختم شول او په تېښته یې شروع وکړه ، مسلمانان هم ورپسې شول او هغوی باندې یې د غشو ګذارونه شروع کړل او په زرګونو زرګونو یې نور هم ووژل ، او غټ تعداد یې ژوندي هم ونیول تردې چې یو مسلمان به 80 مجوسیان روان کړي وو.

ځینې مأخذونه:تاریخ الطبري ، البدایه والنهایه ، فتوح البلدان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: