سه شنبه , مې 26 2020
کور / اسلاميات / د قیامت نښې: رســول اکـرمﷺ د قيامت د نښانو په هکله داسې فرمايلي دي

د قیامت نښې: رســول اکـرمﷺ د قيامت د نښانو په هکله داسې فرمايلي دي

۱: نارينه به کم او ښځې به زياتې شي.

۲: خلک به قرأن کریم د موسيقي په شکل تلاوت کوي .

۳: د مال د محبت له وجهې نه به ښځه هم د مېړه سره په تجارت کې برخه واخلي.

۴: هر څوک به غواړي چې خپل ځان چاغ او مظبوط وګرځوي.

۵: په لمانځه او ژوند کې به د خلکو سکون ختم شي.

۶: د سود کار وبار به عام شي.

۷: ريا کاره عابدان به پيدا شي، خلک به عبادت د رياکارۍ او شهرت پيدا کولو د پاره کوي.

۸: فتنې به زياتې شي او ديني علم به کم شي.

۹: خلک به قرآن کريم د معاش و سيله وګرځوي.

۱۰: درواغ به عام شي او خلک به په درواغو شهادت ورکوي.

۱۱: خلک به د صحيحو حديثونو نه انکار کوي او غلط حديثونه به بيانوي.

۱۲: مسلمانان به مالداره شي، مګر دينداره به نه وي.

۱۳: کفر به آسانه شي، انسان به سهار مسلمان ماښام کافر او ماښام مسلمان او سهار به کافر ترينه جوړ شوى وي.

۱۴: هره راتلونکې زمانه به د تيرې زمانې پر تله بد تره وي.

۱۵: د اسلام په دين عمل کوونکو باندې به خلک تعجب کوي او ورته نوى شى به ښکاري.

۱۶: قتل او قتال به زياد شي، قاتل او مقتول ته به معلمومه نه وي، چې زه ئې ولې وژنم او ولې وژل کيږم.

۱۷: کافران به په مسلمانانو غالب شي، مسلمانان به زيات وي، مګر غلامان به وي، ځکه دوى به له دنيا سره محبت لري او د مرګ څخه به ډاريږي.

۱۸: په دين باندې به عمل داسې وي، لکه د اور سکروټه چي په موټي کې نيسې.

۱۹: ګناه کول به ډير آسانه وي او ګناه به د ګناه په شکل نه منل کيږي.

۲۰: د دنيا مالداره خلک به بخيلان وي.

۲۱: د زمانې نه به برکت ختم شي، کال به د مياشتې غوندې، مياشت به د هفتې غوندې، هفته به د ورځې غوندې او ورځ به د ساعت غوندې تيريږي.

۲۲: مسلمانان به په هر عمل کې د کافرانو پيروي او تابعداري کوي.

۲۳: د عربو په خاوره به پراخي راشي او د مدينې منورې نفوس به زيات شي.

۲۴: خلک به د ذکات اخستلو مستحق نه وي، خو بيا به هم زکات غواړي.

۲۵ ښځو به جامې اغوستې وي، خو بيا به هم لوڅې وي، يعنې جامې به ئې دومره نازکې وي، چې د هغې څخه به ئې وجود ښکاريږي.

۲۶: زنا کول به آسانه او د زنا کولو وسايل به زيات شي.

۲۷: جهالت به عام شي، خلک به د دنيا په علم پوه وي، ليکن د جهالت له وجهې نه به د ديني علم څخه غافله وي.

۲۸: بې حيا ښځې او د موسيقي آلات به زيات شي.

۲۹: د شرابو استعمال به زيات شي، خلک به مختلف نمونه ورباندې گدي او استعمالوي به ئې.

۳۰: خلک به په خپلو ماڼيو فخر کوي او جامو غوندې به ورته مختلف مختلف ډيزاينونه ورکوي.

۳۱: انسانان به د خپلو دوستانو او ښځو د پاره مور او پلار ناراضه کوي.

۳۲: داسې مُلایان به پیداشي چې خلک به د اُمت په مخکنیو علماؤو بدګمانه کوي، او د عوامو په منځ کې به اختلافات برپاکوي

۳۳: داسې خلک به حاکمان وي، چې جاهل او نا اهله به وې او د حق مخالفت به کوي.

۳۴:ظلم به زيات شي، ښځې به له ضرورت پرته په بازارونو کې ګرځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: