پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / ليکنې / د لاهــــــور د ســــــفر خاطـــــــره!

د لاهــــــور د ســــــفر خاطـــــــره!

لنډه ليکنه: محترم عادل محسود

ــــــــــــ

څو ورځې مخکې مې د پښتونخوا یو ملګري سره په پښتونخوا او پنجاب کې د پښتنو په خلاف په روان وضعیت اوږد مجلس وکړ،
په خبرو خبرو کې ما ورته وویل چې پنجاب ټولو پښتنو ته په یو نظر ګوري که د لر دی او که د بر ، نوموړي زما د دې خبرې په تائید خپله یوه کیسه راته وکړه.
ویل یې څه وخت مخکې زه لاهور ته تللی وم ، یوه ورځ د پوځیانو(آرمي) په چیک پوسټ وربرابر شوم، نو یو پوځي راغی او مونږ نه یې د شناختي کارډ غوښتنه وکړه،ټولو ورته خپل شناختي کارډونه ښکاره کړل، ما چې کله شناختي کارډ ورته ښکاره کړ نو سر یې وخوزاوه او راته یې وویل چې ته خو ترهګر یې او د ډیرې خطرناکې سیمې یې( نوموړی) ورور د مهمند ایجنسۍ اوسیدونکی وو،چې تجارتي سلسله کې لاهور ته راغلی وو،نو دا وایي چې ما ورته وویل جناب زه ترهګر نه یم مونږ پُرامنه او سوله خوښونکي خلک یو خو پوځي بیا وویل چې نه ته ترهګر یې ما بیا ورته همدا جمله تکرار کړه.او ورته مې زیاته کړه چې تاسو ته هسې هر یو پښتون او ږیرې والا ترهګر ښکاري. نو پوځي راته وویل چې:
(دھشتگر ہونے کیلے پٹھان ہونا ہی کافی ہے)

#یادونه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ټرايبل نیوز یوه آزاده ، خپلواکه او بې پلوه اداره ده چې پکې په سیاسي توګه د هر فریق نظر خپریږي خو د لیکونکي د شخصي نظر سره د ټرايبل نیوز متفق کیدل اړین نه دي که تاسو هم لیکنې خپرول غواړئ نو اړیکه راسره ونیسئ

Tribalnews201@gmail.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *