یکشنبه , فبروري 28 2021
کور / خبرونه / پاکستان / د لنډي کوتل باچا خان چوک کې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر سيوري لاندې درنه غونډه ترسره شوه

د لنډي کوتل باچا خان چوک کې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر سيوري لاندې درنه غونډه ترسره شوه

د خيبر ايجنسۍ په سر ښار لنډي کوتل باچا خان چوک کې د پښتون تحفظ موومنټ تر سيورې لاندې يوه درنه غونډه اوشوه، غونډه کې د ځايي خلکو په شمول رحيم ايډوکيټ، انجينيئر تور ګل چمکنى او داسې نورو برخه واخسته

غونډې ته د وینا په مهال رحیم شاہ ایڈوکیٹ اوئیل چي پختون تحفظ مومنټ هیڅ ډول سیاسي هدف نه لري دغہ خالص د پختون ژغورنې تحریک دی او د مودې راهسې پښتون قام په ډول ډول نومونو سرہ د دنیا خطرناک خلک ثابتولى شي خو داسې نه دہ بلکه پښتون قام بهادر، وطن پال او مهمان نواز قوم دی.
هم دا رنګه انجنېر تور ګل چمکني، ډاکټر سید عالم محسود اویل چې تر څو د قبايلي سیمو څخه دغه تور قانون ایف سي آر نوي لرې شوی تر ھغې به د قبايلو سرہ دغه رقم لوبې کیږي دوی زیاته کړه چې اوس وخت راغلی دی چې پښتون قوم د خپلو حقوقو لپاره د پښتون تحفظ مومنټ يا پښتون ژغورنې غورځنګ برخه جوړ شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *