شنبه , مې 30 2020
کور / خبرونه / د لواړکې خلکو د مالیې اخستو پر ضد لاریون کړی

د لواړکې خلکو د مالیې اخستو پر ضد لاریون کړی

د سېشنبې په ورځ د خېبر اېجنسۍ د لواړګې بازار د تاجر یونین له خوا د خپلو حقونو او د پولیټېکل چارواکو له خوا غیر قانوني مالیې اخېستو پرضد یوه لاریون وکړ چې یو شمېر دوکاندارانو پکې ګډون وکړ.

لاریون کونکو د باچاخان له چوکه تر لواړګې پرېس کلب پورې لاریون هم وکړ.

د دغه لاریون په وخت د لواړګي بازار د تاجر یونین مشر امجد شینواری وویل چې حکومت په دې وروستو کې اېجنسي ډیولپمنټ فنډ په نوم مالیط ختمې کړې خو چې دوی له پېښوره لواړګې ته سوداګانې راوړي نو اوس هم ترې په چیک پوسټونو روپۍ اخېستل کېږي.
د خېبر انتظامي چارواکي وایي، دوی د پېښور او تورخم ترمنځ په چیک پوسټونو کې له سوداګرو د دغې ختمې کړل شوي مالیې د نه اخېستو سخت هدایات جاري کړي دي او چې په کوم چیک پوسټ ترې واخېستل شي نو باید دوکانداران او سوداګر ورته لیکلې شکایت ورکړي.

انتظامې زیاتوي، د هغو خاصه دارو پرضد به کاروایي کوي او د لواړګې بازار د دوکاندارانو د ستونزو هواري لپاره یې هم ګامونه پورته کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: