پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / د لوڅو فلمونو یوې هنرمندې پر ټرمپ عریضه کړې

د لوڅو فلمونو یوې هنرمندې پر ټرمپ عریضه کړې

د بربنډو فلمونو یوې اداکارې سټورمې ډینلز په یوه محکمه کې د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ عریضه کړې ده. سټورمي دغه راز له محکمې نه غوښتي چې هغه تړون دې ناچله اعلان کړې چې له مخې یې دا له ټرمپ سره خپلې جنسي اړیکې نه شي ښکاره کولی. سټورمي محکمې ته پخپله عریضه کې ویلي چې د ۲۰۱۶م کال تر ټاکنو څو ورځې مخکې د ټرمپ یو وکیل له هغې نه د یو لک او دیرش زره ډالرو په بدل کې پر یو تړون لاسلیک اخیستی و. دې ویلي په تړون کې ویل شوي وو چې دا به له ټرمپ سره د خپلو جنسي اړیکو په اړوند هیڅ خبره نه را برسېره کوي. سټورمي ویلي له ۲۰۰۶ م کال نه تر ۲۰۰۷ کال پورې یې له ټرمپ سره اړیکې درلودې او اوس غواړي دا اړیکې ډاګېزه کړي. په ورته وخت کې د ټرمپ وکیل مایکل کوهمن خپله ویلي وو، چې دغې فلمي اداکارې ته یې له خپل جیب نه ۱۳۰۰۰۰ ډالر ورکړي وو. سپینې ماڼۍ تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *