دلوګر دامنیه قومندانۍ ویاند شاپور احمدزي له امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې ویلي وسله والو کسانو نن له غرمې وروسته دوه بجې د محمداغې ولسوالۍ د واغ جان بازار کې دمرستیال والي قمرالدین شکیب په موټر برید کړی چې له امله یې نوموړی وژل شوی دی.
احمدزي ویلي دا برید د دریوؤ وسله والو لخوا هغه مهال ترسره شو چې د والي مرستیال ،داستیناف محکمې ريیس عتیق الرحمن ،او د والي ویاند سلیم صالح کابل ته روان وؤ.
ویاند شاپوراحمدزي وویل “د ولایت مرستیال قمرالدین شکیب او ورسره د استیناف محکمې ريیس او د ولایت ویاند سلیم صالح له لوګرڅخه د کابل په طرف روان وو چې دلوګرولایت اړوند د محمداغې ولسوالۍ واغ جان بازار کې پرې درېوؤ وسله والو برید وکړو”
دلوګرچارواکو ویلي،ټپیان دامهال په کابل کې دشهید محمد داود خان په روغتون کې د درملنې لاندې دي.
دامنیه قومندانۍ ویاند احمدزی وايي له پیښې وروسته سیمه کې د بیلابیلو کشفي او امنیتي ادارو لخوا عملیات پیل شوي ترڅو برید کوونکي پیدا او قانون ته یې وسپاري.
د دې برید مسئولیت لا تراوسه کومې وسلې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.