شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / د لوېدلې روسي الوتکې ټوله سپرلي وژل شوې دي

د لوېدلې روسي الوتکې ټوله سپرلي وژل شوې دي

د روسيې د خبري رسنيو په وينا، يوه مساپر وړونکې الوتکه د دغه هېواد د پلازمېنې مسکو په څنډو کې راپرېوتې ده. د ساراتف شرکت الوتکې ۷۱ مساپر د قزاقستان پولې ته څېرمه اورسک ښار ته لېږدول. د روسيې حکومتي رسنۍ تاس وايي، د دغې الوتکې پاتې شوني پولیسو موندلي او داسې ښکاري چې هېڅوک په کې ژوندي نه دي پاتې. راپورونه وايي دغه الوتکه له پورته کېدو لس دقيقې وروسته د رادار له سيستم څخه لادرکه شوې او د مسکو په ۸۰ کیلومترۍ کې د ارګونووو په ښار کې رالوېدلې. د دغې الوتکې د راپرېوتو لامل نه دی معلوم. د روسيې چارواکو په وينا پلټنې روانې دي او وايي کېدای شي الوتکه د خرابې هوا يا هم د پيلوټانو د تېروتنې له امله رالوېدلې وي. رالوېدلې الوتکه اووه کاله وړاندې جوړه شوې وه. ساراتف هوايي شرکت دغه الوتکه يو کال وړاندې له يوه بل شرکت څخه پېرلې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: