یکشنبه , فبروري 28 2021
کور / خبرونه / بين المللي / د مالیزیا په یو جومات کې د نجونو نڅا غبرګونونه راپارولي

د مالیزیا په یو جومات کې د نجونو نڅا غبرګونونه راپارولي

په مالیزیا کې د دغه جومات ادارې د جومات مخې ته د دوو نڅاګرو نجونو تر وېډیو خپرېدو وروسته پر سیلانیانو د جومات د زیات بندیز غوښتنه کړې ده.

مالیزیا کې د یوه جومات مخې ته د دوو ګډېدونکو نجونو ویډیو پر خواله رسنیو ډېره ښکته او پورته شوې چې مالیزیايي چارواکو یې پر وړاندې غبرګون کې یاد جومات انګړ ته د سیلانیانو پر ننوتلو بندیز لګولی دی.

په دغه ویډیو کې د لنډو کالیو لرونکې دوه نجونې لیدل کېږي چې د مالیزیا په بورنیو جزیره کې د کوټا کنابالو مسجد مخې ته ناڅي.

کوټا کنابالو جومات د خپل مینار او ګونبزې له امله ډېر مشهور شوی دی.

ځايي چارواکو پر دغه نجونو پسې لټه پیل کړې او ویلي دي چې له نورو هېوادونو په چکر مالیزیا ته ورغلي دي.

د یادو نجونو د ګډا ویډیو پر فېسباکه تر ۲۷۰ زره ځلي ډېره لیدل شوې ده.

د مالیزیا د ګرځندوی وزارت چارواکو ویلي، له ویډیو جوتېږي چې یادې نجونې د لمونځغاړو (لمونځ کوونکو) سپکاوی او د دوی پر مېلمه پالنه ټوکې کوي.

د یکشنبې په ورځ د جومات مسوول رسنیو ته وویل، تر دې وروسته به د ګرځندویانو موټر د جومات تر ودانۍ پرېنږدي او زیاته کړې یې ده چې د ګرځندوی له شرکتونو سره یې هم خبرې شوي چې په راتلونکي کې ورته څه پېښ نه شي.

په مالیزیا کې بهرنیو سیلانیانو ته سپارښتنه کېږي چې جوماتونو او مقدسو ځایونو ته د تلو پر مهال ساده کالي واغوندي.

په ۲۰۱۵ کال، یوه مالیزیايي چارواکي یوه ډله سیلانیان ملامت کړل، چې د مالیزیایانو یوه سپېڅلي غره څوکې ته بربنډ ختلي وو، چې هغه مهال زلزلې لږترلږه ۱۶ کسان ووژل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *