دوشنبه , جنوري 25 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د مسجد الحرام مولوي امام د روان جنګ فتوا پر ضد اشرف غني عکسالعمل خودلی

د مسجد الحرام مولوي امام د روان جنګ فتوا پر ضد اشرف غني عکسالعمل خودلی

د جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی په وینا، جمهوررئیس غني په افغانستان کې د جګړې د حرام بللو په اړه د مسجدالحرام د امام او د مسجدالنبوي(ص) د امام د فتواو هرکلی وکړ وې ویل، د اسلام علما په منسجم ډول په افغانستان کې د جګړې په حرام او مردود بللو کې همغږي او موافق دي او په دې اړه یې خپل ګډ غږ پورته کړی.

د ارګ ماڼی په وینا، ولسمشر غني پرون غرمه د هېواد د ۳۴ ولایتونو ملکي او نظامي مسوولینو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

سرچینه زیاتوی، چې جمهوررئیس په پیل کې د هرات ولایت د اهل تشیع جید عالم حجت الاسلام جعفر توکلي د شهادت په خاطر د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند کړل او د هېواد د دیني علماو د امنیت پر تامین او د یادې پېښې پر څېړلو یې ټینګار وکړ.

هغه ټولووالیانو ته لارښوونه وکړه چې د محلي حکومتولۍ د وضعیت د ښه والي او هېوادوالو ته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د ټولنې له بېلابېلو افشارو سره مشورتي ناستې وکړي، ځکه د حکومت د کار موخه د خلکو رضایت دی.

جمهوررئیس د موقت اوربند د سالم مدیریت په خاطر د هېواد د ټولو ملکي او نظامي مسوولینوقدرداني وکړه او د لویو لارو، ښارونو او د ټولو سیمو د امنیت پر تامین یې ټینګار وکړ.

جمهوررئیس محمداشرف غني وویل، ترګواښ لاندې سیمو کې چاڼیز عملیات دوام لري او هر هغه خطر چې خلکو او د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته متوجه وي باید د دفع کولو لپاره یې هراړخیز اقدامات وشي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، حکومت د اوربند په بحث کې کوچنی خطر هم نه شي منلی او د اوربند پر مهال به د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د هر تعرض په وړاندې ځواب ووایي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: