پنجشنبه , مارچ 4 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د مصر اخوان المسلمین د کندوز برید قتل عام بللی

د مصر اخوان المسلمین د کندوز برید قتل عام بللی

په مصر کې د اخوان المسلمین ګوند په کندوز کې د دیني مدرسې بمبارول او بیګناه حافظانو وژل ټول وژنه او بشري جنایت بللی او په سختو الفاظو یې غندلی دی.د اناضول خبري آژانس له مخې اخوان المسلمین ګوند د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په کندوز کې د تنکیو حافظانو د دستاربندۍ په روحاني مجلس هوايي برید کې له ۱۰۰ تنو څخه زیات بې ګناه ملکیان وژل شوي، چې دا یو ستر جنایت او غیر انساني عمل دی.اخوان المسلمین دغه راز د کندوز په «وحشیانه» پېښه باندې د نړیوالو بشري سازمانونو چوپتیا یې د ماشومانو له قاتلانو سره دهمکارۍ په معنا بللې ده.په اعلامیه کې اخوان المسلمین ګوند د کندوز د بمبارۍ او نورو بشر ضد جنایاتو مسئولیت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غاړه اچولی دی.د اخوان المسلمین په باور که څه هم ددغه برید مسئولیت افغان حکومت منلی او تر اوسه هم په دغه برید کې د وسله والو طالبانو د وژلو خبره زمزمه کوي؛ خو داچې افغان چارواکو ته جنګي الوتکې او نظامي تجهیزات د امریکا جنایت کاره حکومت ورکوي، ځکه خو په افغانستان کې د هر قسم بشري جنایاتو ملامتي هم په مستقیم او غیر مستقیمه توګه امریکايي چارواکو ته متوجه کیږي.د اعلامیې په پای کې اخوان المسلمین ګوند ویلي، ددغه بشري جنایت په ترسره کولو سره د ټرمپ اداره هم د پخوانیو امریکايي حکومتونو په څیر د مسلمانو ماشومانو د وژونکو په لیست کې داخله شوه، چې اسلامي امت به تل تر تله ورباندې نفرین او لعنتونه وايي.باید وویل شي چې څو ورځې وړاندې د کندوز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ په نهرکهنه سیمه کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې د دیني عالمانو او تنکیو حافظانو په ګډون ۱۷۰ تنه ولسي خلک وژل شوي او له ۲۰۰ زیات ټپیان دي، د کومې له امله چې په ملي او بین المللي کچه د خلکو توند غبرګونونه راپارېدلي دي.تر اخوان المسلیمن ګوند یوه ورځ وړاندې د نړۍ د اسلامي عالمانو ټولنې هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د کندوز برید وغندلو او ددغه برید د بې پرې څېړنو غوښتنه یې وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *