دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / روغتيا / د معدې د نارامۍ په هکله بشپړ معلومات!

د معدې د نارامۍ په هکله بشپړ معلومات!

دا چې ولې مو معده درد کوي،علتونه یې څه دي او ترڅنګ یې ولې د خیټې بادونه پیدا کوئ او یا مو خولې ته تُرشې او ترخې اوبه راځي دلته یې په هکله بشړ وضاحت لوستلی شئ.

لیکنه:ډاکټرنویدخپلواک
ایچ پایلوری یوه سپرینګ ‌‌‌‌‌‌شکله بکټریا ده چې له بهرني محیطه د خولې له لارې بدن ته ننوځي،دغه بکټریا د معدې د تیزابو پر وړاندې ‌‌‌‌‌‌ډیره حساسه ده یعنې د معدې تیزاب نوموړي بکټریا دې ته نه پریږدي چې په معده کې ځای پر ځای شي او هلته تکثر وکړي مګر پوښتنه دا ده چې سره ددغو دفاعي میکانیزمونو بیا هم څنکه کولای شي نوموړې بکټریا د معدې د زخم سبب ګرځي؟
ایچ پایلورې د فلاجیلا په نامه. څلور یا پنځه ښاخونه لري کله چې له مرۍ نه معدې ته داخلیږي نو تر هرڅه دمخه ددغو ښاخونو په ذریعه د معدې Mucus یا لزجي یا سریښناکه پرده سورۍ کوي او ځان د دمعدې د دیوال لمړني قشر یا epithelium سره نښلوي
شاید پوښتنه مو ذهن ته راولاړه شي چې نوموړې بکټریا څنګه دمعدې د دیوال له لمړني قشر سره ځان نښلوي؟
دغه میکروب له خپل وجوده یوه ماده چې د adhesin په نامه یادیږي ترشح کوي چې په ټوله معنی سریښناکه خاصیت لري او د همدې مادې پواسطه ځان د معدې دیوال پورې نښلوي اود خپلو ښاخونو پواسطه ورور د معدې هغو ساحو ته حرکت کوي چرته چې د تیزابو غلظت کم وي.
ددغو بدو خواصو تر څنګ نوموړې بکټریا یو انزایم جوړوي چې د Urease په نامه یادیږي او دغه انزایم بیا د تیزابو پر ضد عمل کوي یعنی په معده کې موجوده یوریا اخلي او پر کاربن ‌‌‌‌‌‌ډای اکسای‌‌‌‌‌‌ډ او امونیا یې بدلوي او بلاخره دغه دوه توکي د معدې د تیزابو د خنثی کیدو سبب ګرځي او نوموړي میکروب ته د ژوندانه او تکثر لپاره مساعد محیط برابروي.
کله چې بکټریا د معدې یا کوچنۍ کولمې په دیوال کې ځای پر ځای شوه نو پر خپلو مخربو فعالیتونو پیل کوي د معدې د حجراتو پر ضد انزایمونو او ذهرجن مواد جوړوي او د حجراتو د مړیني سبب ګرځي او بلاخره د زخم د منځ ته راتګ سبب ګرځي.

څنکه پوه شو چې زمونږ په معده کې ایچ پایلوری موجود ده؟
علائم:
_______
۱-د خیټې دردونه
۲-د خوړو نه هضمیدل او بلاخره د قبضیت د شتون سبب ګرځیدل
۳-د زړه بد والی
۴-په خیټه کې بادونه
۵-د اشتها نشتون
۶-د خوړو له خوراک نه وروسته د معدې دروندوالی
۷-تور رنګه غایطه مواد
۸-د معدې التهاب
۹-خولې ته د ترشو اوبو راپورته کیدل
۱۰-د سحر لخوا د خولې بد مزه ګي.

که چیرې دغه میکروب تداوي نکړو نو له کومو خطراتو سره به مخ شو؟
______________________________________________
۱-د معدې زخم
۲-دوینې کمبود:که چرته معده زخمي شي نو له دغه زخمه به په دوامدار ‌‌‌‌‌‌ډول وینه بهیږي او بلاخره د ضعیفنیا،خستګۍ او سستیا سبب ګرځي چې په ټوله کې د کم خونۍ علایم دي.
۳-د اثنا عشر یا کوچنیو کولمو د لمړنۍ برخې زخم،چې دا هم د کمخونۍ سبب ګرځي.
۴-د معدې سرطان: نوموړې بکټریا د معدې د دیوال د لومړنۍ پردې د حجراتو د سرطان سبب ګرځي،دغه سرطان د MALT په نانه یادیږي او د معدې د یوه بل وژونکي سرطان سبب ګرځي چې د Adenocarcinoma stomach په نامه یادیږي
په دوامداره توګه ددغه میکروب شتون او فعالیت میکروب ته د نږدې حجراتو فعالیت کې سرطاني بدلونونه راولي او دغه بدلونونه د وخت په تیریدو د معدې د سرطان سبب ګرځي،او له بده مرغه نن سبا د معدې په سرطان 80% انسانان هغه کسان دي چې په ټاکلي وخت یې د ایچ پایلوري درملنه نوه کړې!او په ډیر بدبختۍ سره دا هم باید ووایم چې د معدې سرطان یو وژونکی سرطان ده او چرته یې په لمړنیو کې درملنه وکړو نو په سلو کې لس ناروغان ژوندی پاته کیدای شي او متباقي ناروغان یې سره له دې چې درملنه به یې وشي مګر بیا هم تر پنځه کلو د اوږد ژوند نشي کوی.

څنګه کولی شو ددغه میکروب شتون تشخیص کړو؟
________________________________________
۱-په غایطه موادو کې د میکروب شتون د مایکرسکوپ په ذریعه
۲-په وینه کې د نوموړې بکټریا شتون هم د مایکرسکوپ پواسطه لیدلی شو
۳- د مریضد تنفس نه هم دغه بکټریا تشخیص کیدلای شي urea breath test:پدغه معاینه کې مریضیوه محلول چې یوریا لري ورکول کیږي او تر هغې وروسته یې د تنفسې مجرا له لارې په راوتونکي ګاز کې نوموړې بکټریا لټول کیږي.
۴-په مستقیم ‌‌‌‌‌‌ډول د انساجو کتنه tissue biopsy نوموړې معاینه تر پورتنیو ټولو معایناتو کره معاینه ده

څنګه یو سالم انسان پر ایچ پایلوري اخته کیږي؟
_________________________________________
هغه انسانان چې په ایچ پایلوري اخته دي په ورځني ډول په میلیونو بکټریاوې له خپلو بولو یا غایطه موادو سره بهرني محیط ته انتقالوي او چاپیریال پرې ککړوي دغه میکروب که چرته د څښلو اوبه ملوثې کړي او یو سالم انسان دغه ککړې اوبه وڅښکي نو پرته له کوم شکه به ددغه میکروب له وژونکو پایلو سره مخ کیږي.
دویم: هغه انسانان چې پر خپله معده کې نومړی میکروب حمل کوي که چرته کانګې یا استفراق وکړي نو پرته له شکه پر خپلو استفراقي موادو به میلیونونه ایچ پایلوري جاپیریال ته را منتقل کړي چې له سببه یې نورمال او سالم انسانان ددغه میکروب له مبتلا کیدو سره مخ کیږي.

څوک ددغه میکروب په خطر کې دي؟
____________________________
۱- هغه کورنۍ چې دوه غړي یې په یوه وخت کې نوموړی میکروب ولري او یا یې درلوده
۲- هغه انسان چې په ډيره ګڼه ګوڼه کې ژوند کوي.
۳- د ناصافو او نا پاکو اوبو څښکل
۴-ددغې ناروغۍ لپاره متخصص ډاکټران او د لابراتوار کارکونکي
۵-د حفظ الصحې نه رعایت کول
۶-د سګرټو،نسوارو،چرسو او نورو دخنیاتو کارول

درملنه:
_______
ددغه میکروب د وژلو لپاره د هرې درملنې هدف یو ده یعنی موږ باید د معدې د تیزابو د تولید کچه تر هغې لوړ وساتو تر کومې چې دغه میکروب په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.د PPI او ورسره انتي بیوتیک او د میرکوبونه ضد درمل ددغه میکروب په له منځه وړینه کې اړین رول لوبوي.

احتیاطي تدابیر
____________
که د معدې زخم لرئ مناسب خواړه وخورئ دمثال په توګه سره کړي خواړه ،اوومه سبزیانې او خامه میوه مه خورئ. ښايي تعجب وکړئ که درته ووایو چې که دمعدې زخم لرئ په اور کباب شوې غوښه په تیره بیا شامي کباب چې البته پاک وي ستاسو لپاره ډیره ګټه لري خولعاب داره خواړه په تیره بیا که مساله هم ولري ډیر تاوان رسوي .سره کړي پياز ،دکټوې مساله او خام پياز دمعدې ناروغانو ته تاوان لري .غوره ده ګازرې او د ګازرو اوبه ډیرې استعمال کړئ سیګریټ او نصوار مه استعمالوئ،له سټرس ،هیجان او ویرې ځان ژغورئ که څه هم دغه کار دډیرو کسانو په باور سخت دی خو که وغواړو اوخپل ژوند منظم کړو ځان به له ډیرو اندیښنو او فشارونو وساتلی شو .پرخوري یا ډیرخوراک او اوږده لوږه دواړه ښه نه دي .
دغه راز دډاکټر له مشورې پرته درمل مه خورئ .هیڅکله سبزیانې ناولې مه خورئ.

2 تبصرې

  1. and tools protects are correctional in delayed type in many. cialis reviews Authorization, 230 Here LaSalle St Gastritis 7-500, French, IL 60604.

  2. of the completive: “I don’t hate we did reach pursuit cialis generic cialis He appended the Trachoma Here Knock after

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *