یکشنبه , جنوري 24 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د ملا فضل الله د وژل کیدو وروسته د تحریک طالبانو نوی مشر و ټاکه

د ملا فضل الله د وژل کیدو وروسته د تحریک طالبانو نوی مشر و ټاکه

عمر رحمان عرف فاتح د پاکستاني طالبانو د نوي مشر په توګه وټاکل شو.
عمر رحمان عرف فاتح د پاکستاني طالبانو د نوي مشر په توګه وټاکل شو.

ملا فضل الله د وژل کیدو نه وروسته تحریک طالبان پاکستان عمر رحمان عرف فاتح د نوي مشر په توګه وټاکه.

عمر رحمان عرف فاتح څوک دی؟

عمر رحمان عرف فاتح د پاکستان د سوات د ښار د مټه ولسوالۍ د شور د سیمې اوسیدونکی دی.

هغه پدې سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان مهم قومندان او مشر وو. عمر رحمان په ۲۰۰۹ کال کې د پاکستان په پخواني ولسمشر پرویز مشر باندې د ځانمرګي برید د پلان جوړولو په تور تورن دی. د پاکستاني خبري رسنیو د خبر له مخې عمر رحمان لومړی د جیش محمد په ډله کې فعالیت کولو. خو کله چې پاکستاني پوځ په سوات کې په عملیاتو پیل وکړ هغه افغانستان ته وتښتید. هغه په افغانستان کې هم په جګړو کې برخه اخیستې ده. همداشان وروسته بیرته پاکستان ته راستون او د تحریک طالبان پاکستان سره یو ځای شو.

د سواټ د مټه په ولسوالۍ کې د تحریک طالبان پاکستان د قومندان او وروسته د مشر په توګه وټاکل شو.

همداشان تیره اوونۍ په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د مشر ملا فضل الله د وژل کیدو نه وروسته تیره ورځ د پاکستاني طالبانو د نوي مشر د ټاکل کیدو په خاطر غونډه وشوه.

پدې غونډه کې عمر رحمان عرف فاتح د تحریک طالبان پاکستان د نوي مشر په توګه وټاکل.

د بله پلوه د پاکستان امنیتي ځواکونو د تحریک طالبان پاکستان د یو بل مهم مشر د نیولو نه خبر ورکړی دی.

د پاکستان نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د پاکستان امنیتي ځواکونو تیره ورځ د پيښور ښار د باچاخان په هوايي ډګر کې د مولوي بهادر خان په نامه د تحریک طالبان پاکستان د یو مهم مشر د نیولو نه خبر ورکړ.

ویل کیږي نوموړی پداسې حال کې نیول شوی دی چې دوبۍ ته د تیښتې هڅه کوله.

د باچاخان د هوايي ډګر امنیتي ځواکونو مولوي بهادر د دوبۍ د مساپرو د پاسپورتونو او اسنادونو د څیړولو پر مهال وپیژند او هغه يي ونیو.

د مولوي بهادر نوم د پاکستان په تور لست کې شتون درلود او په هغه د هیواد نه د وتو بندیز لګیدلی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: