سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه کوي

 

د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د افغانستان په اړه نن د ورځې ناوخته ځانګړې غونډه کوي. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند صبغت الله احمدي وویل، چې د دې ناستې اصلي محور به د افغانستان وضعیت وي او د دې تر څنګ به یاده ناسته د افغانستان د سولې پروسه کې د منځنۍ اسیا هېوادونو پر رول هم بحث او خبرې اترې وکړي. احمدي څرګنده کړه چې په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوی د افغانستان په اړه خپل راپور هم وړاندې کوي. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال د خپلو خبرو په دوام وویل، ټاکل شوې وه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دې ناسته کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني هم ګډون وکړي خو په کور دننه د ځینو ستونزو له امله یې دغه سفر لغوه کړی دی. هغه وویل چې له افغانستانه د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ یو پلاوی په دې ناسته کې ګډون کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *