دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د ملګرو ملتونو دفتر وایي د ننګرهار امنیت د اندېښنې وړ دی

د ملګرو ملتونو دفتر وایي د ننګرهار امنیت د اندېښنې وړ دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ترهګر په دې وروستیو کې په پرله پسې توګه ملکي اهداف په نښه کوي او په خپلو بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي. د خبرپاڼې له مخې هر هغه برید چې ملکیانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي د کرکې وړ دی. ملګرو ملتونو دا بریدونه قساوت بللی او ټینګار یې کړی چې ددې بریدونو له ترسره کونکو سره د محاسبې لپاره باید ټولې هڅې ترسره شي. بلخوا ارګ بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ولسمشر د ننګرهار اوسېدونکو ته د بشپړ امنیت د تامین ډاډ ورکوي. دده په خبره افغان امنیتي ځواکونو ته لارښوونه شوې چې ژر تر ژره په دغه ولایت کې د ترهګرو ځالې په نښه کړي او دغه ښار ته بشپړ امنیت راولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *