سه شنبه , جنوري 26 2021
کور / خبرونه / بين المللي / د مولدووا په ښار کې د انتخباتو په لغوه کېدو مظاهره

د مولدووا په ښار کې د انتخباتو په لغوه کېدو مظاهره

پرون یکشنبه لسګونه زره کسانو د مولدووا په پلازمېنه کیشیناو کې د ښاروالیو د ټاکنو د پایلو د لغوه کېدو په غبرګون مظاهره وکړه.

انتخابات تېره میاشت ترسره شوي و.

دا د انتخاباتو د نتیجې د لغوه کېدو پر ضد دوهم وار مظاهرې وې.

پرونۍ مظاهرې د کیشیناو په لوی ملي میدان کې د اپوزیسیون، لویدیځ پلویو مشرانو او مدني فعالانو له‎خوا وشوې.

مظاهره‎چیانو غوښتل چې د عزت او حقیقت د ګوند د مشر اندري ناستاسي بریا په رسمیت وپېژندل شي.

دوی همدا راز د مولدووا د سترې محکمې د هغو اووه تنو قاضیانو لپاره د جنایي دوسیو غوښتونکي شول چې د انتخاباتو پایلې یې باطلې اعلان کړې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: