سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د میدان وردګو د زندان څخه ۷ترهګر تښتېدلې دي

د میدان وردګو د زندان څخه ۷ترهګر تښتېدلې دي

وسله والو طالبانو اعلان کړی، چې د میدان وردګو له مرکزي زندان څخه ددوی ۷ تنه طالب اسیران تښتېدلي دي.

تردې وړاندې د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل رسنیو ته ویلي ؤ، چې وړمه شپه ددغه ولایت له مرکزي زندانه ۱۰ تنه بندیان تښتېدلي دي.

که څه هم نوموړي ادعا کړې وه، چې په تښتېدلو بندیانو کې ۲ تنه طالبان او ۸ تنه د نشه یې توکو قاچاقبران دي؛ خو د امنیه قومندانۍ چارواکي او وسله وال طالبان بیا دا خبره ردوي او زیاتوي چې په تښتېدلو بندیانو کې یوازې ۳ تنه جنایان او پاتې نور ټول طالبان دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې ددوی ۷ تنه ملګري د میدان وردګو له مرکزي زندان څخه د ځانګړي تکتیک په کارولو سره تښتېدلي او د نورو وسله والو طالبانو لخوا دده په خبره امن ځایونو ته رسول شوي دي.

مجاهد داسې واېي:«یاد مجاهدین چې د دغه ولایت په کرغیړن زندان کې بندیان وو، د ځانګړي تکتیک په کارولو سره له یاد محبس څخه وتښتیدل او په ډیره مصئونه طریقه سره تر مجاهدینو پورې راورسیدل،چې د مجاهدینو له لوري محفوظ ځای ته ورسول شول.»

تر اوسه دا معلومه نه ده چې د طالبانو بندیان څرنګه توانېدلي د میدان وردګو له زندان څخه چې سخت محافظت یې کیږي په تېښته بریالي شوي؛ خو د والي ویاند عبدالرحمن منګل ویلي، چې په دې اړه څېړنې روانې دي او پایلې به یې وروسته رسنیو سره شریکې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: