پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / پاکستان / د نازیه اقبال لور ګانو سره خپل ماما جنسې تیری کړی دی!

د نازیه اقبال لور ګانو سره خپل ماما جنسې تیری کړی دی!

پښتو ژبې مشهوره سندرغاړې نازیه اقبال په خپل ورور تور لګولی چې د دې په دوه کم عمره لوڼو ئي جنسي تیری کړی

نازیه اقبال د پنجاب روات تهاڼه کښې رپورټ درج کړي چې پکې وئيلي دې ورور افتخار احمد یی د دې دولس کلنې او اته کلنې لونړو سره په جنسي زیاتي کولو پخپله کتلی دی.

نازیه اقبال زیاتوې چې زه اکثره وخت په پروګرامونو او خاوند مې د روزګار له پاره د کور څخه بهر وي نو له دي وجه نه یی خپل ورور د سوات څخه د خپلو اولادونو د ساتنې له پاره کور ته را وستی دی

یاده هنر منده وایي چې لور ګانو به ورته هر وخت شکایتونه او ګیلې کولي چې ماما ورسره جنسې تیری کوي خو ورور به یی د ویډیو کلپونو په خودلو سره ډاروله.

نازیه اقبال وايي چې تیره ورځ سهار مهال د را ویښدلو سره سم یې د خپلې لور ژړه او فریاد تر غوږه شو چې کله یې کوټې ته ورغلم نو ناڅاپه مې په خپل ورور سترګې ولګیدې چې د خپلې خورزې سره په جنسې زیاتې بوخت وو نازیه اقبال زیاتوي چې په دغه شور سره یي خپل خاوند هم کوټې ته راغلی خو ورور یي په تیښته بریالی شوي وو

بلخواه د ډان ورځ پاڼي د راپور له مخې د روات تهاڼي د پولیسو مشر وایي اولنې طیبي رپوورټ کې د دواړو اغزمنو شوو خویندو سره د جنسې تیرې تصدیق شوې دی او مجرم پخپله کړنه هم اعتراف کړی دی خو بیا یي هم بعضي نمونې د لا ښه مالوماتو له پاره د لاهور ښار لیبارټري ته استولي دي

د یادونې وړ ده چې دا ډول پیښو پاکستان کې زور اخستی او وخت نا وخت پکې د کم عمره ماشومانو د جنسې زورونو پیښې زیاتې مخې ته رازي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *