چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / پاکستان / د نقیب مسید قاتل راو انور محکمي ته د نه حاضریدو له امله د نقیب پلار خفه دی

د نقیب مسید قاتل راو انور محکمي ته د نه حاضریدو له امله د نقیب پلار خفه دی

د نقیب مسید له پلار سره د پښتنو د لويې جرګې غړي هم د ګل- دوشنبې په ورځ عدالت ته ورغلي وو او په بېګناه وژنه کې ککړ پټ شوي پولیس افسر راو انوار پر نه حاضرېدو یې خفګان څرګند کړی دی. د جرګې يو غړی محمود مسيد وایي:

“د راو انوار پر نه حاضرولو موږ مايوسه شو ځکه چې په پنجاب کې يو ورک تن نيول کیږي، خو ښکاره راو انوار نه معلومېږی، نو موږ له دې څه مطلب واخلو، چې تر شا یې څه دي؟”.

د پاکستان په سپريم کورټ کې د وژل شوي ځوان نقيب مسید د وژنې په مقدمه کې د ګل- دوشنبې په ورځ اورېدنه وشوه، خو د هغه په وژنه تورن پخوانی پوليس افسر راو انوار او نور پوليس افسران بیا هم عدالت ته وړاندې نه شول.

د پښتنو لویې جرګې او د نقیب مسید پلار د مارچ په لومړۍ یوې خبري غونډې ته په خبرو کې ګواښ کړی وو، چې که راو انوار د سپریم کورټ راتلونکې اورېدنې [نننۍ] ته حاضر نه شو، نو ټول پاکستان ته به احتجاجونه و غزوي.

د ستر عدالت (سپريم کورټ) مشر قاضي ثاقب نثار د پاکستان د استخباراتي ادارو پر غفلت اندېښنه څرګنده کړه او په کلکه یې ای.ایس.ای، ایم.ای، د پلټنو مرکزي ادارې ایف.ای.اې او ټولو امنیتي ادارو ته امر وکړ، چې په يوه اوونۍ کې د ورک پوليس افسر راو انوار په اړه عدالت ته سپیناوی وکړي.

د راو انوار د پټېدو په اړه په پاکستان کې بېلابېل نظرونه موجود دي. ځینې شک څرګندوي چې هغه د پاکستان پیپلز ګوند مرستیال مشر او د پاکستان پخواني ولسمشر آصف علي زرداري پټ کړی او ځینې بیا تور پورې کوي، چې هغه پخپله د پاکستان استخباراتي ادارو پټ ساتلی دی، ځکه یې پولیس په نیولو کې ناکامه دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سنېټر عثمان خان کاکړ څو ورځې وړاندې په کوټه کې د اسلام اباد د پښتون لاریون په ملاتړ غونډې ته ویلي وو، چې راو انوار به څوک ژوندی ونه ویني، یوه ورځ به په مرموز ډول و وژل شي او مړی به یې وغورځول شي، ځکه چې وایي د هغه په ژوندي نیول کېدو له ډېرو پټو جنایتونو پرده پورته کېدای شي.

عدالت ته د سیند د پوليسو مشر الله ډنو خواجه او د وزارت دفاع سیکرتر هم حاضر شوي دي. د ستر عدالت قاضي ثاقب نثار له پوليس مشر څخه و پوښتل چې څه پرمختګ شوی؟ پوليس افسر ځواب ورکړ، چې له راو انوار سره د نقيب په وژنه تورن يو بل پولیس افسر نیول شوی، خو راو انوار لا هم ورک دی.

پولیس افسر عدالت ته له استخباراتي ادارو د مرستې اخیستو د پوښتنې په ځواب کې ويلي، له ای.ایس.ای او ایم.ای یې مرسته غوښتې خو د راو انوار د ځای ښکاره کولو، واټس اېپ ټيليفونونو او پېغامونو په معلوماتو کې څه پرمختګ نه دی شوی.

بل لور ته په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت هم د نقيب مسيد د وژنې د مقدمې په اورونه کې له راو انوار سره د ۱۵ نورو پوليس افسرانو د ضمانت نه قبلېدو او د هغوی د نيولو امر کړی دی.

راو انوار د نقیب مسید په شمول د هغو درو ځوانانو په وژنه تورن دی، چې مړي یې د جنورۍ په ۱۳مه په کراچۍ کې وموندل شول. راو انوار دعوه کړې وه چې نقیب مسید ترهګر او د پاکستاني طالبانو ملګری دی، خو د هغه د وژنې په مقدمه کې د پولیسو پلټونکې ډلې په خپل رپوټ کې وویل، چې نقیب ترهګر نه بلکې بېګناه او پولیسو د ډزو په درواغجنه مقابله کې وژلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: