جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د ننګرهار برید له ډیر ځنډوروسته پای ته ورسید

د ننګرهار برید له ډیر ځنډوروسته پای ته ورسید

ننګرهار کې د ماشومانو د ملاتړ یا Save The Children پر دفتر برید د څلورو بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته رسېدلی دی. دغه برید نن سهار شااوخوا نهه بجې د دغې ادارې د ساحوي دفتر مخې ته په یوه چاودنه پیل وشو او وروسته وسله وال کسان ودانۍ ته ننوتل او له امنیتي ځواکونو سره یې جګړه پیل کړه. د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل چې دغه برید څه کم شپږ بجې د څلورو برید کوونکو په وژلو سره پای ته ورسېد. نوموړي زیاته کړه چې په دې پېښه کې درې تنه وژل شوي او د ملکي وګړو په ګډون شل نور ټپیان دي. داعش وسله والو د دې برید پړه منلې ده. بلخوا له ماشومانو د ملاتړ یا Save The Children موسسې د دې برید په غبرګون کې، په ټول افغانستان کې په موقتي ډول خپل پروګرامونه ځنډولي او دفترونه یې تړلي دي. د سېف د چلډرن ادارې چې مرکز یې په لندن کې دی، په یوې اعلامیې کې دا خبره کړې ده.په کابل کې د بریتانیا سفیر دغه برید غندلی دی او هغه یې د بشریت ضد جنایت بللی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: