یکشنبه , سپتمبر 23 2018
کور / خبرونه / افغانستان / د ننګرهار والي حیات الله حیات د سپکاوي موضوع څېړل کيږي

د ننګرهار والي حیات الله حیات د سپکاوي موضوع څېړل کيږي

د ننګرهار د والي وياند وايي چې د ګمرک د رييس د سپکاوي موضوع په جدي توګه څېړل کېږي.

والي حيات الله حيات دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې پرون ځېنې وسله وال کسان د ننګرهار ګمرک رياست ته ننوتلي، رييس خان زمان امرخېل ته يې بد رد ويلي او بيا يې ورسره فزيکي برخورد کړى دى.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غبرګولي په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې والي حيات الله حيات د موضوع په اړه په جريان کې دى او د جدي څېړنو امر يې کړى دى.

د هغه په وينا، والي ويلي چې قانون تر ټولو لوړ او زورور دی، له قانون څخه سر غړونکی مجرم دی او د قانون له مخې به ورسره چلند ترسره شي.

حيات زياته کړې، هيله ده په هېواد او په ځانګړي ډول ننګرهار کې وروستي وضعيت ته په کتو هرې موضوع ته سياسي اړخ ورنه کړل شي .

دى وايي، پرېږدئ چې د ننګرهار اداره د ګمرک موضوع په دقيق ډول وڅېړي او په اړه يې د قانون له مخې خپله وروستۍ پرېکړه وکړي.

خان زمان امرخېل کابو يوه مياشت مخکې د ننګرهار د ګمرک د رييس په توګه ګومارل شوى دى.

د ننګرهار يوې بلې باوري سرچينې،پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ماسپښين څه باندې يوه بجه د شېرولي او دلاور په ګډون شاوخوا شل وسله وال د ننګرهار ګمرک رياست ته ورغلي او د ګمرک رييس خان زمان امرخېل ته يې بد رد ويلي او فزيکي برخورد يې ورسره کړى دى.

سرچينې زياته کړه، وسله والو له امرخېل څخه غوښتل چې د دوى اضافه بار موټرو ته د تګ اجازه ورکړي، خو د ګمرک رييس ورسره نه ده منلې او ورته يې ويلي چې دا غير قانوني کار دى.

د هغه په وينا، وروسته امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او ياد شوي وسله وال يې له ګمرک رياست څخه ايستلي دي.

د ننګرهار د ګمرک رييس سپکاوى او ورسره ناوړه برخورد په ټولنيزو شبکو کې د خلکو له کلک غبرګون سره مخ شوى دى.

مشتاق رحيم په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې ليکلي: ((ملګرو،د خان زمان امرخېل په ننګه ودریږئ! يا به حکومت د امرخېل ننګه کوي او يا به اعلان کوي چی فساد سره مبارزه بنده ده. دا نو نه شي کېدی چی حکومت دې ځوانان د ښامارانو خولې ته ورکړي او بيا يی پوښتنه نه کوي!!!))

هغه زياته کړې، خان زمان امرخېل د ننګرهار ګمرک رييس باندې يو شمېر مفسیدينو په دې ګناه بريد کړی او د مرګ ګواښ يې ورته کری چی ولې د هغوى د فساد مخه نيسي.

د فيسبوک بل کارکوونکي سيد خالد سادات ليکلي، دوه اونۍ وړاندې د ننګرهار ګمرک رييس خان زمان امرخیل خواته ورغلم. دفتر کې يېې يو مغرور ځوان ناست و، د ګمرک له رييس سره بله کوټه خبرې وکړم او بېرته ولاړو.

هغه زياته کړې : ((ما له رييس څخه پوښتنه وکړه، چې دا څوک دى، ويل يې دلاور نومېږي، ګمرک ته تل له وسلو سره راځي ، مامورين ګواښي او وهل هم ورکوي.))

سادات ليکلي، دوه اونۍ وروسته پرون هماغه ځوان د مشرانو جرګې د رييس د کورنۍ غړي شېرولی چې ځان د څلوېښتم رياست مرستيال معرفي کوي يو ځای ورغلی او د ګمرک رييس ته يې سپکې سپورې ويلي او په مرګ يې ګواښلى.

د نوموړي په وينا، ولسمشر تر څلوېښتو ټنو زيات بار وړونکو موټر ته اجازه نه ورکوي، خو دلاور د ۱۲۰ ټنو زيات مال بار کړی و چې د ګمرک رييس يې مخنيوی کړی و .

بلخوا ځېنو کسانو په ټولنيزو شبکو کې ليکلي، چې ياد کسان د مشرانو جرګې له رييس او يا د هغه کورنۍ سره اړيکې نه لري او نه يې هم خپلوان دي.

عبيدالله سعيد په خپله پاڼه کې ليکلي،د ننګرهار ګمرک ريیس خان زمان امرخېل د قانوني اجراأتو او اداري اصلاحاتو په مقابل د ځینو مافیایی کړیو بداخلاقي او زور ګويي د غندنې وړ ده او عاملين يې باید عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

نوموړى وايي، په دې برخه کې د مالیی وزارت او امنیه قومانداني باید د امرخېل ملاتړ وکړي، ټول خلک د امرخېل تر شا دي او که اړتیا شوه، خلک به د نوموړي په ملاتړ لاريونونو ته راووځي.

سعيد زياته کړې، ځينې مافيايي کړۍ دې هڅه نه کوي چې ټول ننګرهار خپل شخصي ملکیت وګڼي، لرې نه ده چې يوه ورځ د ټولو جنايتونو حساب ورسره وشي.

د فيسبوک بل کارکوونکي دوست محمد ناياب ليکلي، ويل کېږي چې ننګرهار کې د دروند او پاک نفسه رييس خان زمان امرخېل دفتر ته يو شمېر زورواکي په زوره ننوتلي او هغه يې ګواښلى دى .

هغه زياته کړې، دا ډله خلک له ګمرکي محصول فرار کوي او زورواکي دي، ربه دا ځل په دې ډلې بهرني ځواکونه ور پېښ کړې چې ولس ترې خلاص شي.

د فيسبوک لسګونو نورو کارکوونکو هم دغه کار غندلى، له حکومت او په ځانګړې توګه له ولسمشر غني يې غوښتي چې ددې پېښې پوښتنه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *