دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د ننګرهار ولایت امنیت ملي اردو ځواکنو ته سپارل کیږي

د ننګرهار ولایت امنیت ملي اردو ځواکنو ته سپارل کیږي

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، سر له نن د جلال اباد ښار امنیت د نورو ځواکونو ترڅنګ د ملي اردو ځواکونو ته وسپارل شو. د ننګرهار والي حیات الله حیات پرون ناوخته په یوه خبرپاڼه کې د کډوالو چارو پر ریاست وروستي برید ته په اشارې ویلي، چې د ننګرهار امنیتي وضعیت نور هېچا ته د منلو وړ نه دی. نوموړي زیاته کړې چې د قول اردو د قوماندانۍ په همکارۍ یې د جلال اباد ښار لپاره بېړني او ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي. ملي دفاع وزارت هم وایي، چې دوی به د ننګرهار د امنیت لپاره هلې ځلې وکړي. د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش ویلي، جلال اباد ښار کې به امنیتي او دفاعي ځواکونه، نویو ګواښونو ته په پام خپل تدابیر او په ښار کې د ننه عملیات پراخ کړي. د یادونې وړ ده چې د ننګرهار مرکز جلال اباد په وروستیو میاشتو کې پرلپسې د خونړیو بریدونو او چاودنو شاهد دی چې په لسګونو کسان په کې مړه او ټپیان شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *