شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د ننګرهار ولایت په مستوفیت ډلییز برید پای ته ورسید

د ننګرهار ولایت په مستوفیت ډلییز برید پای ته ورسید

د ننګرهار ولایت په مستوفيت ادارې شوی وسله وال ډله ييز بريد د اتو تنو بريد ګرو په وژل کيدو او دمستوفیت اداری د۴۹ تنو په ژغورولوسره پای ته ورسيده.
نن غرمه شاوخوا دولس نيمې بجې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند مستوفيت دروازې مخې او يادې ادارې ته څيرمه وسله والو بريد ګرو لومړی دوه موټر بم چاودنې وکړې او له هغې وروسته د مستوفيت ودانۍ ته د ننه شول او له امنيتي ځواکونو سره يې پر وسله واله نښته پيل وکړ .
د نښتې له پای ته رسيدو وروسته ننګرهار امنيې قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي رسنيو ته وويل: په مستوفيت ادارې شوی وسله وال ډله ييز بريد د اتو تنو بريد ګرو په وژل کيدو سره پای ته ورسيد. نوموړي وويل: په ياده پېښه کې د يوه پوليس په ګډون لس تنه ملکي وګړي ووژل او د پنځو پوليسو په ګډون يو څلويښت تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
امنيې قوماندان وايي: د امنيتي ځواکونو د ښې همغږۍ او قربانۍ په ورکولو سره د مستوفيت نهه څلويښت تنه کار کوونکي ژغورل شوي دي. دی وايي : دغه پېښه ،چې شاوخوا دولس نيمې بجې رامنځته شوه امنيتي ځواکونه په پوره دقت او نظامي تکتيک سره مخې ته لاړل ، چې له امله يې د ډيرې مرګ ژوبلې مخه ونيول شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: