پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / افغانستان / د ننګرهار ولایت په ګوشتې ولسوالۍ شپږ توغندي داغل شوي دي

د ننګرهار ولایت په ګوشتې ولسوالۍ شپږ توغندي داغل شوي دي

نن سهار ناوخته د ختېځ ولایت ننګرهار په لېري پرته سرحدي ولسوالۍ( ګوشته باندې) شپږ توغندي داغل شوي دي چې په ترڅ کې یې ګڼو چارواکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ټرایبل نیوز د سرچینې دمالوماتو په اساس توغندي نن سهار ناوخته د نا مالومه لورې د ګوشتې ولسوالۍ پر ودانۍ لګیدلي دي چې په پایله کې د ولسوالۍ کارکونکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

بلخواه د سیمې نه یو کس د نوم نه ښودلو په شرط ټرایبل نیوز ته د ټلیفون په کرښه د بریدونو په اړه وویل چې په یادو داغل شوو توغندیو کې یو د ولسوالۍ کار کونکی وژل شوی دی او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي چې ټپیان د درملنې لپاره د ګوشتې ولسوالۍ سیمه یېز روغتون ته وړل شوي دي

خو بلخواه بیا د یادې ولسوالې چارواکې وايي چې یاد توغندي د بټي کوټ ولسوالۍ اړونده سیمې څخه توغل شوي دي چې په پایله کي یو د ملي پولیسو ساتنمن مړ او یو محلې پولیسو عسکر ټپي شوی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *