یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د ننګرهار ولایت ۶ نوماندان د را روانو ټاکنو څخه بې برخې شول

د ننګرهار ولایت ۶ نوماندان د را روانو ټاکنو څخه بې برخې شول

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون د ننګرهار ولايتي دفتر اعلان کړه چې ددې ولايت شپږ تنه نور نوماندان يې د نوماندۍ له ليسته ويستلي دي. د ټاکنو خپلواک کميسيون د ننګرهار دفتر ويلي دي چې د شکايتونو د کميسيون د نهايي پريکړې په اساس يې د انتخاباتي قوانينو څخه د سرغړونې، بشري جرمونو او نورو سرغړونو له امله دغه نوماندان د نوماندۍ له ليسته ويستل شوي دي. په دغو نوماندانو ګل مراد عرب، ډيوه نيازۍ، ابرار الله مراد، اميرجان دولت زی، محمد اصف شيرزاد او حضرت علي شامل دي. د ټاکنو خپلواک کميسيون ولايتي دفتر په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي او ويلي يې دي چې په دې اړه به نور جزيات د نن شپې په خبري ناسته کې وړاندې شي. ننګرهار په ولسی جرګه کې د ۱۴ چوکيو په درلودلو سره په ولسي جرګه کې دريم لوی سهم لرونکی ولايت دی چې دغو ۱۴ چوکيو ته د لومړي نوملړ له مخې ۱۶۷ تنه نوماندان وو، چې وخت په وخت د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون له لوري نوماندان له ليسته وويستل شول چې تر دې وړاندې ۱۳۷ تنه نوماندان پاتي وو، خو ددې وروستيو شپږ تنو نوماندانو له ليسته د ويستلو سره دننګرهار ۱۳۱ نوماندان پاتې شول. په دې اړه نور جزيات به د ټاکنو د کميسيون له لوري په رسنيزه غونډه کې څرګند شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *